Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ځینو وکیلانو امریکا سره د امنیتي تړون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

admin by admin
2019/07/24

وکیلان وايي، امریکا ولسمشر دې د افغانستان د محوه کولو خیال له سره وباسي .

ولسي جرګې د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې ټرمپ په ډیپلوماتیکه ژبه نه پوهیږي او باید کانګرس او مشاورین یې پوه کړي.

ځینو وکیلانو ټینګار درلود چې له امریکا سره دې امنیتي او ستراتيژيک هوکړه لیکونه لغوه شي.

دافغانستان دجګړې په دګټلو په تړاو دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو دولسي جرګې توند غبرګون راپارولی .

وکیلانو په ټرمپ غږ کړی، که دافغانستان دمحوه کولو په فکر کې وي لومړی باید دافغانانو تاریخ مطالعه کړي .

وکیلان وايي نړۍ دټرمپ د شخصي سوداګرۍ ساحه نه ده چې څه په کې محوه کړي او څه پکې رامنځ ته کړي بلکې دلته هیوادونه د نړیوالو قوانینو پراساس جغرافیې لري او ژوند کوي.

ځینو وکیلانو پر ولسمشر غږ وکړ، چې د امان الله خان تاریخ دې تازه کړي او د امریکایي پوځیانو د وتلو اعلان دې وکړي.

د ولسي جرګې غړي حبیب الرحمان پدرام داسې وویل (( تاسو راغلئ چې د شاه غازي امان الله خان نا تمامه فصل پوره کړم، د اسد په اته ویشتمه لاړ شئ هماغه جومات ته او په ممبر ودرېږئ او د افغانستان په چارو کې د امریکا د ښکاره مداخلو او د ټرمپ د بې اساسه څرګندونو پر وړاندې ښکاره اقدام وکړئ.))

ځینو بیا په دې ټینګار کاو چې باید له امریکا سره پر شویو تړونونو له سره غور وشي او لغوه دې اعلان شي .

د ولسي جرګې غړي خالد مومند داسې وویل (( امریکا سره شوي تړون باندې دې بیا له سره کتنه وشي دا تړون نه موږ ته د منلو دی او نه به یې ومنو.))

وړمه ورځ د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې ویلي و کولای شي چې د افغانستان د جګړې د ګټلو لپاره په لسو ورځو کې افغانستان له نقشې محوه کړي خو دغو څرګندونو د افغان حکومت ترڅنګ د ټولو افغانانو غبرګون راپارولی دی .

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist