Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ځينو طالب قومندانانو له خپلو مشرانو لار جلا کړې

admin by admin
2019/06/20

د طالبانو یو شمیر جنګي قومندانان له خپلو مشرانو لاره بیلوي. 

د طالبانو یو شمیر جنګي قوماندانانو د خپل مشرتابه پر ضد ټوپک پورته کړی دی او  خپله لاره یې بدله کړې ده.

د هلمند ولایت د طالبانو د څوارلس ډلګیو یو قوماندان چې په یو ویډیو ګې د خپلو پخوانیو کړنو کیسه هم کوي وايي له دې امله یې له اسلامي امارت لاره جلا کړه، چې د دوی قربانۍ، زحمتونه، تکلیفونه او مرګ ژوبلې په پام کې نه نیسي . 

دا قوماندان وايي مشران یې له روسیه چین ایران او پاکستان سره د دوی پر سر معاملې کوي. هغه وايي هره ورځ له شلو تر دېرشو پورې طالبان له ده سره یو ځای کیږي او له تحریک لار جلا کوي.  

قومندان کرامت داسې ویلي (( زه د نظامي مسوولینو په نمایندګۍ دا خبره کومه، دا چې ما سره و لاړ دی د هلمند د مارجې ولسوالۍ دی د مارجې ټول خلک او ولسونه یې تر شا ولاړ دي او اوس راغلی موږ سره یو ځای شوي دي.)) 

د طالبانو دا قوماندان چې په هلمند کې یې ډله د کرامت ډلې په نوم مشهور و وايي له پخوانیو ملګرو سره یې جګړه اعلان کړې  ده. 

کرامت داسې وايي (( زه چې راغلی یم دلته دا دویم ځل دی چې ما د دوی په قرارګاه بریدونه کړي دي زما مبایل کې د دوی د مړو ویډیوګانې شته دی، پریږدم یې نه د غره تر سره ورسره جنګیږم تر څو تسلیم شوي نه وي راته.)) 

د دې  بیلې شوې ډلې یو بل مشر چې دا هم د هلمند دی پر خپلو مشرانو لا تُندې نیوکې لري او وايي د جهاد ثمره دا نه ده چې مشران یې په روسیه کې کښیني. 

ولسوال قوماندان داسې وايي (( پام کوئ وروڼو چې په دې تېرنوځئ دا اوس ټولو ته مالومه شوه چې د دوی سرچشمه له کومه ځایه را ولاړه شوې ده، تاسو وینئ چې دلته موږ د ایران او روسانو ساخت وسلې په غنیمت نیولې دي، مجاهدین له اوله تر اوسه د دوی پر ضد جنګیږي او جنګ به مو ورسره روان وي، دا چې ځان ته طالب وايي اوس وګورئ د روسانو بربنډو ښځو سره په څنګ کې ناست دي ایا جهاد او مجاهدین دا رقم وي دا د دوی پروپاګند او خوشې خبرې دي پام مو وي چې د دوی په خبرو خطا نه شئ.))

د طالبانو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد سره مو دا خبره شریکه کړه هغه داسې وویل (( دا خبره بلکل دروغ  او د دښمن پروپاګند دی، موږ یې په کلکه ردوو.))         

په دې وروستیو کې له طالبانو سره په غزني ، فراه کندز او یو شمیر نوروولایتونو کې سختې جګړې او هوايي بریدونه تر سره شول، چې حکومت په کې مقابل لور  ته د زیاتې مرګ ژوبلې ادعا کوي.

له دې وړاندې د طالبانو په منځ کې د مشرتابه پر سر هم  ځینې کسان له دې ډلې بیل شول او د طالبانو د اسلامي امارت عالي شورا په نوم ډله یې رامنځ ته کړې وه . 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist