Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پېښو ته د رسېدنې وزارت: ډېری سوداګریز مرکزونه د اورلګېدنې مهار تدابیر نه لري.

admin by admin
2021/06/17

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت  وزارت وایي، شااوخوا ۴ زره او ۵۰۰  سوداګریز مرکزونه او پمپ سټیشنونه یې پېژندلي،چې د اور وژنې لومړني توکي نه لري.

د یاد وزارت  د پیښو  انسجام کمیټې چارو مرستیال  محمد قاسم حیدري  د کابل ښار په دروازو کې د ټانکرونو دریدل، له برېښنا ناسمه ګټه اخېستل او د سوداګریزو مرکزونو اطفایو نه درلودل، د اور لګیدنې او لوړ زیان لاملونه یاد کړل.

پیښو ته د رسېدنې  په چارو کې د دولت وزارت د پیښو د انسجام کمیټې چارو مرستیال  محمد قاسم حیدري وايي: « مالومه شوه،چې د کارو بار ځایونه په غیر منظم ډول د یو بل تر څنګ دي. دې ځایونو کې د برېښنا له غیر معیاري او کم ظرفیته مزو د پکې، بخارۍ، کولر او نور وسایلو روښانه کولو له پاره کار اخېستل کېږي، چې دا چاره د اور لګېدو لامل کېږي. همدارنګه د کابل په دروازو او په پمپ سټیشنونو کې د ګازو او تېلو ټانکرونو زیات درېدل هم جدي ستونزه ده.»

کورنیو چارو وزارت،چې د پيښو د انسجام کمیټې غړی دی، سوداګریزو او د تیلو پمپ سټیشنونو ته خبرداری ورکړ، که ژر تر ژره د اورلګیدنې ضد تدابیر ونه نیسي، نو له قانوني چلند  سره به مخ شي.

د پیښو انسجام کمیټې غړی جنرال سید نظام الدین پاچا وايي: « ټولو سوداګریزونو مرکزونو او د پمپ سټیشنونو مالکینو ته  خبر ورکول کېږي، هرڅومره ژر چې  کېږي، د کمېټې له لوري وړاندې شوي تدابېر رعایت کړي. »

ښاروالي،چې د پیښو د انسجام کمېټې غړېتوب لري، بیا د داسې یوې طرحې خبر ورکړ، چې د اورلګیدنې مخنیوې په موخه به پمپ سټیشنونه معیاري کړي.

کابل ښاروالۍ دغه راز د لوړو ودانیو  لپاره هم طرحه جوړه کړې، چې له مخې به یې و ارزول او معیاري به شي

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist