Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیکا کې پر شخصي لګښت د یوه پل جوړېدو چارې پیل شوي

پکتیکا کې پر شخصي لګښت د یوه پل جوړېدو چارې پیل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/27

د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې انجینر امین جان محمود د  ۲۴ متره پل د جوړېدو چارې په خپل شخصي لګښت پیل کړي.

محمود وايي، د پل نشتون له امله ځایي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د سېلابونو پر وخت به يې ماشومان له ښوونځیو غير حاضر او ناروغان به يې هم تر روغتون پر وخت نه رسېدل.

هغه زیاتوي:« ما خپله د سېلاب ستونزه لېدلې وه، دغه ځای زما له ماشومتوبه په یاد دي چې په اونیو اونیو به لارې بندې وې. نو په دې خاطر ما وویل، چې دا کار باید وشي، که څه هم باید دولت کړی خو له بده مرغه دولت توان نه لري چې دا کار وکړي. د دې کار اقتصادي توان په هر صورت، ما یې تخنیکي توان درلود، نو اړینه مې وبلله، چې دا کار زه وکړم. »

محمود وايي، یاد پل چې ۲۴ میتره اوږدوالی لري ټولټال پرې شاوخوا۸۰ زره ډالر لګښت راځي چې ډېرې يې له خپل شخصي جیب او پاتې يې هغه يې له بهر میشتو ملګرو راټولې کړې.

د هغه په باور، پکار ده چې د هېواد د ابادۍ په برخه کې ځېنې اساسي اړتیاوې د حکومت له تمې پرته په خپلو هڅو پوره شي.

هغه زیاتوي:« تر اوسه پرې ۴۵ زره ډالر مصرف شوي دي، ښايي لګښت یې تر ۸۰ زرو ډالرو پورې ورسېږي. په دې کې شاوخوا ۳ زره او ۷۰۰ ډالر زما ځېنې ملګري په امریکا کې دي، هغوی راکړي، نورې زما خپلې دي.»  

ورته مهال ځایي اوسېدونکي وایي، دغلته  د پل نشتوالي له امله یې ډېر کله عاجلو ناروغان تر دې وړاندې چې روغتون ته ورسېږي په حق رسیدل، چې سربیره پر دې یې د پل نشتون پر وخت د ژوند نورې ګڼې ستونزې هم ګاللي.

دوی وايي، خوښ دي، چې د همدې پل له جوړېدو وروسته به د سېلابونو پرمهال له شته کړاو خوندي شي.

د یحیی خېلو والسوالۍ یوتن اوسېدونکی عبدالرحمان ښاد  وايي:« دلته به ډېرې ستونزې وې، چې کله به ورښتونه ول، دلته به خلک اېسار ول، ښځېنه ناروغانې به وې، ناروغان به ول، د اپنډيکس ناروغان به دلته اېسار ول، خلکو نه شوی کولی چې له دې ځایه واوړي او مرکز ښرنې ته ناروغان ولېږدوي.»

پکتیکا چې د هېواد له لویو او محرومو ولایتونو شمېرل کیږي، ډېری ولسوالۍ یې له مرکز شرنې په لرې واټن کې موقعیت لري او ورته غځېدلې لارې یې هم خامې دي، چې خلک یې نه شي کولی، په اسانۍ تر مرکز د خپلو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه تګ راتګ وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist