Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د خوراکي توکو بیو کې کموالی راغلی 

پکتیکا اوسېدونکي: د خوراکي او نورو توکو بیې خورا لوړې شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/26

د پکتیکا ولایت  یوشمېر اوسېدونکي وايي، په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د خوراکي او نورو توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوي او د کنټرول لپاره یې شته اقدامات بسنه نه کوي.

د پکتیکا یو تن  اوسېدونکی وايي:« د اوړو،غوړیو،چای،بورې او د ټولو توکو بیې لوړې دي. له یو کیلو د زیات شي اخېستلو توان نه لرو، کارونه نه شته دی. همداسې ناست یو.» 

د پکتیکا یو بل  اوسېدونکی بیا داسې وايي:« دلته ښرنې ته له ولسوالیو  خلک د کار لپاره راغلي، هیڅ کارونه نه موندل کېږي او خلک له ستختو ستونزو سره مخامخ دي.» 

د پکتیکا اوسېدونکي همدا راز د بشري مرستو د ویش پر څرنګوالي هم نیوکې لري او وایي، ډېری اړمنو کورنیو نه دي ویشل شوي. 

یو شمیر کسان بیا وايي، د جګړو له کبله له خپلو سیمو بې ځایه شوي، څو ځله کډوالو چارو ریاست ته یې عریضې کړي،خو  په خبره یې مرستې یې تر اوسه پورې نه دي تر لاسه کړي .

د پکتیکا یو تن اوسېدونکی وايي:« ښرنې ته نږدې مو خیمې لګولي، د جګړو له کبله بې ځایه شوي یو. موږ څو ځلهکډوالو چارو ریاست ته عریضې وکړې،خو تر اوسه یې هیڅ هم نه دي را کړي.» 

د پکتیکا یو بل اوسېدونکی وایي:«نه مرسته را کړل شوي او نه مو څه لیدلي دي،چې عریضې هم وکړو. مرسته نه راکول کېږي، دا د هېواد وضعیت دی. موږ نور څه کولی شو.» 

د پکتیکا د اطلاعاتو کولتور مشرر محمد امین حذیفه وایي، په تولییز ډول د بییو د کنترول هڅې روانې دي او تر دا مهاله له ۳۰ زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې شوي دي. 

حذیفه زیاته کړه:« پکتیکا کې تر۳۰ زره کورنیو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې شوي او په ټولییز ډول مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د بیو  کنټرول هڅې روانې دي.» 

د اطلاعاتو کولتور ریاست وایي، د اړمنو کورنیو شمیر زیات او مرستې محدودې دي او په خبره یې راتلونکي کې به هغه کورنیو ته هم ورسیږي،چې تر اوسه پورې  یې نه دي تر لاسه کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist