Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا ګمرک مسوولین: عواید مو د تېر په پرتله لوړ شوي  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/19

په سوېل  پکتیا ولایت ګمرک مسوولین وايي، د بې محصوله موټرو د تګ او ګمرک کې په ټولییز ډول د هر ډول فساد مخه نیول شوې  او کمیشن کارانو ته د قانوني چارو ترسره کیدو لپاره جوازونه ورکول کېږي .

د یاد ګمرګ مدیر ذولفقار وایي، په ګمرک کې یې په ټولییز ډول د فساد مخه نیولې او له کبله یې عواید زیات شوي دي .

ذولفقار زیاتوي:« سږ کال له کله نه چې اسلامي امارت راغلی  دی، عواید لوړ شوي دي. وړاندې فساد و، د پوستو چیک پاینټونو وو،چې له پټان به موټرو حرکت وکړ، تر ګردیز په له ۱۰ تر ۱۵ ځایه به په کې پیسې اخېستل کیدې.» 

ذولفقار همدا راز وایي، کمیشن کارانو ته د قانوني چارو ترسره کیدو لپاره جوازونه ورکول کېږي او د پخوا په څیر بې محصوله موټر د تګ اجازه نه لري.

هغه زیاته کړه:« کمیشن کارانو به مخکې  پنځوس موټرونه را اېستل،لس به یې محصول کړل او د  نورو به یې  پیسې د دوی جیبونو ته تلې. اوس الحمدالله دا کیسې نه شته او مخه یې نیول شوې.» 

اخوا یو شمېر موټر چلوونکي د فساد د مخنیوي له کبله خوشاله دي،خو وایي،ګمرک کې یې کارونه ځنډیږي او اړ دي،چې تر ورځو ورځو انتظار وکړي. 

پکتیا کې یو تن موټر چلوونکی  وايي:« باید چې مناسب محصول وکړي او مناسب وخت ونیسي، د هر چا کار به روان شي. زه د پنجشنبې پر ورځ راغلی یم،نن مې پنځه ورځ کېږي،تر اوسه مالومات نه شته دی،چې  کار به کله خلاص شي.» 

پکتیا ګمرک هغه ګنکوسې ردوي،چې ګواکې تعرفي یې په بې ساري ډول لوړې کړي دي.

مسوولین وايي، پر صارداتو مالیه نه اخېستل کېږي او د ځېنې لومړنیو توکو پر وارودلو هم محصول د تیر  پرتله کم شوی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist