Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې یوه محلي سندرغاړي ازادو کارونو ته مخې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/07

پکتیا کې یوه محلي سندرغاړي شرف الدین فضلي د هنري کارونو له ځنډ وروسته ګردېز ښار کې د چرګانو پلورنځی پرانیستی او ورسره پس له وخته په دولتي اداره کې هم دنده ترسره کوي.

فضلي وایي، چې بهر ته یې د تلو پر ځای غوره وګڼله چې هېواد کې پاتې شي. دا چې هنري کارونه نشي ترسره کولی د چرګانو دوکان یې پرانیستی او ۲۲ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

نوموړی د پکتیا مرکز ګردېز ښار اوسېدونکی دی او له ۲۰ کلونو راهیسې يې په پښتو او دري ژبو سندرې ویلې.

شرف الدین فضلي وايي:« دا شخصي کاروبار چې د چرګانو دوکان دی شپږ میاشتې کېږي هڅه مې کوله خو دا یوه میاشت مخکې مې تیار کړ او ۲۲ نورو کسانو ته مې هم د کار زمینه برابره کړې.»

فضلي وایي، دا چې اوس هنري فعالیتونه نشي کولی، نو بهر ته د تللو پر ځای یې هېواد کې د پاتې کېدو پرېکړه کړې او له خپل شخصي کاروباره خوښ دی.

محلي سندغاړی فضلي زیاتوي:« هنري کارونه نشته، خپله تجارت کې مصروف یم. د کار شېوې ته مې تغییر ورکړ. زما نورو هنرمندانو ته هم پیغام دی، چې وطن دې نه پرېږدي او همدلته دې پاتې شي.»

سندغاړی فضلي پوهنې ریاست کې هم دنده لري او وایي، چې د امارت د مسوولینو چلند ورسره له درناوي ډک دی.

شرف الدین فضلي وايي:« زه پوهنې ریاست کې دنده لرم. د شکایتونو مدیر یم. زه پس له وخته دلته خپل دوکان کې کار کوم او له خپل روزګاره راضي یم.»

د جمهوریت له سقوط وروسته ګڼ سندرغاړي ګاونډیو او نورو بهرنیو هېوادونو ته وتلي، خو شرف الدین فضلي له نورو سندرغاړو غواړي، چې هېواد کې پاتې شي او د ده په څېر دې شخصی کاروبار ته مخه کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist