Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې پر لسګونه پراختیايي پروژو کار روان دی

پکتیا کې پر لسګونه پراختیايي پروژو کار روان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/11

د پکتیا ځایي چارواکي وايي، روان کال په دې ولايت کې پر۲۰۹ پراختیايي پروژو کار روان دی او په پلي کېدو سره به یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

د دوی په خبره، په يادو پروژو کې ۳۱ منځنۍ پروژې دي چې د دولت له بوديجې به پرې ۵۱۰ ميليونه افغانۍ ولګول شي او پاتې ۱۸۷ کوچنۍ پروژې دي چې د همکارو موسسو په مالي مرسته به پرې ۱۰ ميليونه امریکايي ډالر ولګول شي.

د پکتیا د اقتصاد رییس محمد یونس راشد وايي: « دا ټولې مهمې پروژې دي او تقریبا ً ۱۷۸ پروژې د موسسو او د ملګرو ملتونو د اړوند ادارو له خوا منظورې شوې دي چې په دې کې هم ډېرې بشپړې شوې او یوشمېر یې ترکار لاندې دي. په دغو پروژو شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالره لګښت راځي چې ډېری یې انکشافي پروژې دي او بشري هم په کې شته.»

راشد وايي، د يادو پروژو له لارې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.

بل پلو ځایي اوسېدونکي وایي، اړتیا ده چې سرپرست حکومت د روانو رغنیزو پروژو چارې پر ټاکلي وخت پای ته ورسوي او د ورته نورو پروژو د پلي کولو له لارې د خلکو اساسي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ ټول خوشاله یو، په کارونو کې هېڅ ستونزه نه شته او ډېر کسان په کې پر کارونو بوخت دي.»

د سیمې یو تن بل اوسېدونکی وايي: « د دغو پروژو بشپړېدو ته ډېره اړتیا ده، څرنګه چې ډېرې زیاتې پروژې په کار اچول شوې دي خو چې په سم ډول پلي شي او څارنه یې وشي.»

په پراختیايي پروژو کې یو تن کارکوونکی وايي: « ژمی را روان دی، په دې پروژو په کار کولو سره څه ناڅه پيسې لاس ته راځي او ډېرو خلکو ته د کار زمینه پيدا کېږي. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې لا ډېرې پروژې پيل کړي.»

همدارنګه ځايي چارواکي ډاډ ورکوي چې تر کار لاندې روغتیايي او بشر دوستانه پروژې چې په کې د پلې لارو جوړول، ویالې، سړکونه، روغتونونه او د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول شامل دي، په پوره لوړ کيفيت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist