Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې پر بزګرانو د ټراکټور په ګډون، کرنیز وسایل ووېشل شول

پکتیا کې پر بزګرانو د ټراکټور په ګډون، کرنیز وسایل ووېشل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/21

په پکتیا کې یو شمېر بزګرانو ته ځینې عصري وسایل داسې مهال وېشل کېږي چې ځايي چارواکي په دې ولایت کې د کرنې د ودې او بزګرانو د ستونزو د هوارولو په موخه، راتلونکی کال د ۱۲۰ میلیونو افغانیو د ځانګړې کولو خبره هم کوي.

په پکتیا کې بزګرانو ته دا عصري وسایل چې ټراکټورونه هم په کې شامل دي، د کرنې ریاست تر چتر لاندې د یوې همکارې موسسې له خوا ورکړل شوي دي.

د دغو وسایلو د سپارلو پر مهال، چارواکي وايي، هڅه کوي په دې ولایت کې د کرنې سکټور پیاوړي کولو لپاره نه یوازې مکانیزه وسایل برابر کړي بلکې د نورو مهمو برخو له لارې هم ورسره مرسته وکړي.

دوی وايي، په راتلونکي کال کې به بزګرانو ته د کرنیزو وسایلو د برابرولو، د تخمونو او نورو اړینو توکو د برابرولو لپاره ۱۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي.

د پکتیا د کرنې رییس مولوي محمدامین هاشمي وايي: « د نن ورځې دا مرسته او همکاري د اسلامي امارت له بودیجې څخه برابره شوې او د کرنې وزارت له خوا بزګرانونو ته ورکړل شوه.»

د حاصل موسسې ولایتي استازی عبدالروف عظیم وايي: « راتلونکی کال دا بودیجه تر ۱۲۰ میلیونو په پام کې نیول شوې او له لارې به یې په مختلفو برخو کې  بزګرانو تمویل کېږي او د مرابحې په اساس به خلکو ته پیسې ورکول کېږي.»

په ورته مهال، بزګران بیا په سیمه کې د کرنې د ودې لپاره د دوی د اړتیاو پوره کولو لپاره شوې مرستې مهمې بولي او وايي،  کرنیزو چارو د منظمو وسایلو نه لرلو له کبله له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، دا ډول مرستې دوی د دې جوګه کوي چې په لږ وخت کې زیاته ځمکه کرنې ته چمتو کړي او له دې سره به د دوی حاصلات هم زیات شي او بزګران به هم پر ځان بساینې ته ورنږدې کړي.

کروندګر محمد یاسین وايي: « خدای د وکړي چې داسې نورې مرستې هم وشي او د کرنې اړوند نور وسایل ووېشل شي او کرنیزې فابریکې جوړې شي.»

کروندګر حاجي حسن خان وايي: « له دې سره به اقتصاد څو چنده لوړ شي، ځکه موږ به له دې وړاندې یو یا دوه جریبه ځمکه کرله، خو اوس به لس تر شل جرېبو وکرو.»

کروندګر جنت ګل وايي: « موږ له دغو وسایلو سره څنګ کې، اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سریې او د آفت ضد درملو ته هم اړتیا لرو.»

که څه هم افغانستان تر ډېره یو زراعتي او کرنیز هېواد بلل کیږي، خو د کرنې په برخه کې زیاتو ستونزو او په تېره بیا د اوبولګولو په برخه کې پرتې ستونزې د دې هېواد زیاته کرنیزه ځمکه د شاړو دښتو بدله کړې ده. ډېری کتونکي وايي، که چېرې د کرنې سکټور ته جدي پاملرنه وشي، نو نه یوازې بېوزلي به کمه شي بلکې هېواد به هم د غلې له اړخه په ځان بسیا کړي.

د پکتیا د کرنې ریاست بیا ډاډ ورکوي چې د بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو چارو د مکانیزه کولو لپاره به د دوی هلې ځلې دوام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist