Skip to content
ماین چاودنه پرون ناوخته د سیدکرم ولسوالۍ چینو سیمه کې پر هغه کرولا ډوله موټر شوې، چې د جګړې له سیمې په کې د یوې کورنۍ غړي لیږدول کیدل.
د دغې کورني غړي وایي، چې ماین چاودنه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان دي.
د پکتیا امنیتي مسئولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سیدکرم ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې له څلورو خواوو کلابنده شوې او ګڼې کورنۍ سیمه کې بندې پاتې دي.