Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې شااوخوا نهه زره کورنۍ له وارداتي برښنا برخمنې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/24

د برښنا شرکت عملیاتي مشر صفي الله احمدزی وایي، په پکتیا ولایت کې د دغې پروژې لګښت،چې شااوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ کیږي،د اسیا پراختیایي بانک ورکړی دی.

احمدزی وايي،د دغه پروژې په بشپړیدو سره مرکز ګردیز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې شا اوخوا نهه زره کورنۍ له برښنا برخمنې شوې. 

احمدزی زیاتوي:« الحمد الله د اسلامي امارت په راتګ، عزم او ارادې سره دا پروژې چې عمومي لګښت یې ۷۰۰ میلیونه افغانۍ ته رسېږي، ترسره شوې. دا پروژې  د اسیا پرمختیايي بانک پر ملاتړ ترسره شوې.» 

د پکتیا برښنا شرکت  مشر انورشاه بیا وايي،عوایدو کې یې زیاتوالی راغلی او تیر یوه کال کې یې هغه میلیونه افغانۍ راټولې کړي،چې د جمهوریت پر مهال خلک او پخواني چارواکي ترې پوروړي ول. 

هغه زیاته کړه:« هغه پخواني پورونه چې ول، د جمهوریت د وخت، چې ډېری پخواني دولتي چارواکي پوروړي ول، الحمد الله ډېری هغه پورونه مو هم اېستلي. دلته داسې پخواني چارواکي او زورواکي ول،چې ۸۰۰ زره ،۹۰۰ زره، ۷۰۰ زره او ۴۰۰ زره  افغانۍ پوروړي ول.  » 

د پکتیا یو شمیر اوسېدونکي له برښنا شرکت او په ټولییز ډول له اسلامي امارته غواړي، چې ټولو ولسوالیو ته دې په متوازن ډول برښنا وویشي. 

د پکتیا یو تن ا وسېدونکی وايي:« برښنا یوه عام المنفعه پروژه ده، یو لوی نعمت ده، له دې نعمته ډېر خلک محروم پاتې شوي دي.» 

خو د برښنا شرکت عملیاتي څانګه وایي،پر داسې یوه پلان کار کوي،چې له مخې به یې د پکتیا ټولو هغو سیمو ته برښنا ورسیږي،چې تر اوسه ورته نه ده ویشل شوې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist