Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي

پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/30

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اړوند مندیخېلو سیمه کې د بسم الله په نوم د یوه ځایي هېوادوال کور نیمه شپه د پاکستاني پوځي رژیم د بمونو موخه ګرځېدلی او له امله یې د همدې کورنۍ د دوو غړیو په شمول، شاوخوا ۲۰ تنه هغه کسان هم شهیدان شوي چې د لومړني برید له کېدو وروسته، د مرستې او ژغورنې لپاره ورغلي وو.

ځایي امنیتي مسوولین وایي، دلته د دې هوایي بریدونو له امله شاوخوا ۲۰ ځای پرځای په شهادت رسېدلي او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل دي.

د پکتیا امنیت آمر عبدالحلیم حیدر وايي:« دا چې تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ د مندیخېلو په کلي کې پر یوه ملکي کور ظالمانه او وحشیانه بمبار کړی، ګڼ ملکي وګړي یې شهیدان او ژوبل کړي دي.»

د قرباني شوې کورنۍ غړی حاجي بادشاه خان وايي: « زموږ پر کور باندې بمبار کې زما یو ۱۴ کلن بچی شهید شوی، همدارنګه د کلي او قوم ۱۸ تنه شهیدان شوي، دا هغه کسان وو چې زموږ مرستې او ژغورنې ته راغلي وو.»

اخوا ځایي اوسېدونکي د پاکستان پوځي رژیم له لورې د افغانستان په خاوره کې د عامو افغانانو په نښه کول یو جنګي جنایت بولي. دوی له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د ملکیانو پر مرګ چوپ پاتې نه شي.

د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالقیوم وايي: « د شپې ۱۲ بجې وې چې په دې کور بمبار وشو، موږ راغلو چې شهیدان او ټپیان له خاورو وباسو چې بیا ځل بمبار وشو او ډېر کسان یې شهیدان کړل.»

د سیمې اوسېدونکی ملک پټه خان وايي: « زموږ ګناه څه وه چې په نیمه شپه کې د پاکستان قاتل رژیم راباندې بمونه واچول؟»

د سیمې اوسېدونکی ځواني خان ونک وايي: « تاسو راشئ د دې شهیدانو کورونه، کلي او کورنۍ وګورئ، یوهم له وسله والو سره اړیکه نه لري بلکې ټول بزګران او کارګران دي.»

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ مندیخېلو سیمه کې د پاکستان پوځی رژیم له لوري د همدې مرګوني هوایي برید سره هممهاله، د پکتیکا ګیان ولسوالۍ کې هم په یوه هوايي برید کې شپږ عام وګړي شهیدان شوي دي.

د حکومت مرستیال ویاند پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د هوايي بریدونو له امله ټولټال ۳۶ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه
افغانستان

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول
افغانستان

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل

جون 30, 2026
شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې
افغانستان

شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist