Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د اوبو پر ژرندو  اوس هم خلک غنم او جوار اوړه کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/07

په سویل پکتیا ولایت کې د اوبو ژرندې  لسګونه کلونه مخېنه لري او اوس هم یو شمیر سیمو کې فعالې دي او خلک پرې غنم او جوار اوړه کوي. 

د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، د اوبو پر ژرندې د غنمو  او جوارو اوړه  د ماشین شویو پرتله خوندور دي.

زر محمد خان پکتیا کې د اوبو ژرنده لري او وایي، له پلار او نیکه ورته په میراث پاتې ده او تر اوسه پورې  یې فعاله ساتلې ده. 

زرمحمد خان زیاتوي:«  دا ژرنده موږ ته له پلار او نیکه په میراث پاتې ده. زما عمر ۶۴ کاله دی. زما په یاد خو دا ژرندې موجودې وې. دا په تاریخي اثارو کې راځي او زموږ د پلار او نیکه اثار دي.»

زرمحمد خان د ژرندې د جوړښت په اړه وایي، د ډبرې دوه پلونه لري،چې یو یې د اوبو د فشار په وسیله تاویږي او غنم او جوار اوړه کوي. 

هغه زیاته کړه:« یوه ډبره یې لاندې ده، بله پاس ده.  پاس ډبره حرکت کوي،د څرخ په وسیله سره دا پله کې موږ داسې یوه جرۍ ورته جوړه کړې ده، هغې ته  څترۍ وایو، کله چې څرخ تاویږي، پل ورسره ګرځي.» 

معمولا ژرنده د یوه کاریګر له لوري ګرځول کیږي،چې ژرنده ګر یې بولي او له اوړه  شویو اوړو او جوارو ټاکل شوې اندازه مزد اخلي. 

د پکتیا یو تن اوسېدونکی اډي ګل  وايي:« موږ چې چاته غنم او جوار اوړه  کړو، شپږمه برخه زموږ په کې ده. څلور برخې د ژرندې څښتن دي،پنځمه د ترکاڼ ده ، چې ژرنده جوړوي او شپږمه برخه زما ده. زموږ داسې حساب دی.» 

زرمحمد خان د ژرندې تر څنګ د اوبو له دغه ویالې د برښنا سیستم هم فعاله کړی دی، چې دوه کیلو واټه برښنا تولیدي او ۳۰ کورنۍ ترې برخمنې دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist