Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا ښاروالۍ مرستیال: روان کال کې مو شااوخوا ۹۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/01

په سوېل کې د پکتیا ولایت ښاروالۍ مسولینو د دوشنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۱۱ مه»  ولس ته د حساب ورکولو ناسته کې وویل، روان لمریز کال کې یې تر دا مهاله څه باندې ۹۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د ښاروالۍ مرستیال امید ګل وایي، تیرو څو میاشتو کې ښار کې۵۰ سلنه ماسټر پلان چې له کالونو راهیسې ځنډیدلی و، پلی شوی او پاتې به یې راتلونکی کال بشپړ شي. 

امید ګل زیاته کړه:«  تیرو څو میاشتو کې شااوخوا تر پنځو سلنه ماستر پلان عملي شوی او پاتې به راتلونکی کال عملي شي،نورې ستونزه شته دی، ځینې ځایونو کې د ځمکو د استملاک ستونزه ده ، چې باید سترګې پرې پټې نه شي.»

اخوا د پکتیا والي محمد علي جان احمد وايي،اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه د کړنو حساب ورکول خپل مسوولیت بولي او ادارې به وخت پر وخت له ولس سره خپلې کړنې شریک کوي. 

احمد زیاته کړه:« د محشر په ورځ چې د ولس لاسونه زموږ پر غاړه کې نه وي. دا حساب یوازې ولس ته نه ورکوو، موږ خپله غاړه خلاصوو،که کومه نیمګړتیا ولرو،باید اصلاح یې کړو.» 

د پکتیا اوسېدونکی ګلزار زیارمل وایي،پخواني حکومت کې یو شمیر مامورینو بنوزیو ښارګوټي کې د استوګنې نومرو لپاره مخکې پیسې تحویل کړي او ښاروالۍ یې باید برخلیک مالوم کړي. 

زیارمل زیاته کړه:« پیسې یې بانک ته تحویل کړي،لکه ښوونکي، د پوهنتون استادان او نور مامورین باید دا موضوع د الله  رضاء لپاره مالومه شي او د دغو خلک برخلیک هم مالوم شي.» 

د ښاروالۍ مسوولینو د حساب ورکولو ناسته کې د یو شمیر فرعي سړکونو جوړیدو تر څنګ اصناف بندۍ د یادولو تر څنګ د راتلونکي کال کاري پلان هم له خلکو سره شریک کړ. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist