Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا ولایت کې یوه زده کوونکي برښنايي ټانګ او بل سمر سیبل جوړ کړی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/01

په سوېل کې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د مېخانیکي لیسې دوو زده کوونکو یوه یې برښنایي ټانک او بل یې سمرسیبل جوړ کړی دی.

د زده کوونکو دغه د جوړ شوی برښنايي ټانک او سمر سیبل د مېخانیکي لیسې په فراغت غونډه کې نندارې ته وړاندې شول.

د زرمت مېخانیکي لیسې مدیر نعیم عارف  وايي:« برښنايي موټر یې جوړ کړی وه،چې دا موټر له ۱۰۰ تر ۱۵۰ متره پورې په ریموډ کنټرول باندې یوې او بلې خوا ته کنټرول کېږي. دغه راز د مزایل توغولو وړتیا هم لري. دویم سمر سیبل وه،چې له ۱۰ تر ۱۵۰ متره پورې کولی شي،چې  له ژورې څاه اوبه راوباسي.»

د عبدالهادي په لاسونو جوړ شوی برښنایي ټانک په ریموډ کنټرول کیږي، چې تر ۱۵۰ مترو مزل کولای شي او د راکټ وېشتلو وړتیا هم لري.

د میخانیکي لیسې بل زده کوونکي حکیم جان بیا داسې سمرسیبل جوړکړی دی،چې د یوې بطرۍ په وسیله له ۲۰ متره څاه د اوبو را اېستلو وړتیا لري.

د برښنايي ټانک جوړونکی عبدالهادي وايي:« دا موټر له درېیو برخو جوړ شوی دی،چې برښنايي څپې ورکوونکی، برښنايي څپې اخېستونکی او بېرته د کنټرول برخه یې ده،چې له کومې لارې دا کنټرول کېږي.» 

 د سمر سیبل جوړونکی حکیم جان بیا وايي:« دا سمر سیبل پر ۱۲ ولټه برښنا باندې چلېږي،که شمسي ورته کېښودل شي، دا سمر سیبل له شااوخوا ۲۰ ژورې څاه اوبه راېستلی شي،چې لمر وي، که لمر نه وي، نو له ۱۰ تر ۱۲ متره ژورې څاه اوبه راېستلی شي.» 

د پکتیا تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت امر غلام رسول سعیدي د تخنیکي زده کړو برخه کې د اسلامي امارت د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

د مالوماتو له مخې،په پکتیا کې د مسلکي او تخنیکي زده کړو نهه لیسې او پنځه انسټیټیوټونه فعال دي او دا مهال په کې شااوخوا ۱۶۰۰ کسان پر زده کړو بوخت دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist