Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا والي: پر کور دننه دیني زده کړو ته  زمېنه برابره ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/19

د  سوېل پکتیا ولایت زرمت والسولي په سهاکو سیمه کې د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۲۹ مه» له دیني زده کړو یو شمېر زده کوونکو فراغت په اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا والي محمد علي جان احمد وویل، پر کور د ننه د دیني زده کړو لپاره  زمینه برابره شوې او اړتیا نه شته  دی،چې زده کوونکي د زده کړو لپاره پاکستان او نورو هېوادونو ته لاړ شي.

احمد وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره ټول هغه زده کوونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي،چې مخکې ګاونډیو هېوادونو ته د دیني زده کړو لپاره تللي ول.

هغه زیاته کړه:«  موجوده وخت کې له کله نه ، چې اسلامي امارت حاکم شوی هغه طالبان چې نورو هیوادونو ته د زده کړو لپاره تللي وو بیرته راګرځیدلي او په کور د ننه ورته د زده کړو زمینه برابره ده.»

د دیني مدرسو یو شمیر زده کوونکي له اسلامي امارته غواړي،چې مدرسو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د دیني زده کړو تر څنګ دې ورته د عصري زده کړو زمینه هم برابره کړي. 

زرمت ولسوالۍ کې د  دیني زده کړو یو تن زده کوونکی وايي:«د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله مخکې مونږ خپل هیواد کې دیني زده کړې نه شوې کولې نو اړ وو چې نورو هیوادونو ته لاړ شو ځکه هلته زمینه برابره وه .»

زرمت ولسوالۍ کې د دیني زده کړو یوبل زده کوونکی  بیا وايي:« له اسلامي امارته غواړو،چې دیني مدرسو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي او د دیني زده کړو تر څنګ دې مدرسو کې موږ ته د عصري زده کړو زمینه برابره کړي.»

د مدرسو استادان هم دیني مدرسو ته د اسلامي امارت د پاملرنې غوښتنه کوي او وایي، چې د زده کړو کیفیت تر څنګ دې د دوی معاشونو برخې ته هم پام وشي. 

د زرمت سهاکو دیني مدرسې مشر مفتي عبدالرحمان وايي:« اسلامي امارت دې مدرسو ته زیاته پاملرنه وکړي،ځکه مالي حالت یې ښه نه دی. د استادانو له معاشونو نیولې بیا د ودانیو تر جوړیدو پورې اوس خو هر څه د خلکو په همکارۍ روان دي.» 

څه موده وړاندې پکتیا کې د حقاني مدرسې د جوړیدو چارې هم پیل شوې او په ټولییز ډول ټینګار دا دی، چې پر کور دننه دې د دیني زده کړو زمینه برابره او پاکستان او نورو هېواونو ته دې د زده کوونکو د تګ مخه ونیول شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist