Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکي: د ښوونځيو ودانیو نیمګړې چارې  دې بشپړې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/28

  په سوېل کې د پکتیا ولایت د لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي،له کلونو راهیسې د پتکې،مرنج او تشنک ښوونځیو ودانۍ نه بشپړیږي او تر څنګ یې د ښوونځیو او درسي توکو کموالي دغه ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی  دی. 

دوی وايي، اسلامي امارت دې د دغه ودانیو جوړیدو پر ټپه ولاړې چارې بېرته پيل کړي. 

د لجې  منګل ولسوالۍ اوسېدونکی  وايي:« لجه منګل ولسوالۍ کې داسې سیمې شته دی،چې د ښوونځیو د ودانیو جوړیدو چارې یې له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي او نه پوهېږي ، چې بشپړې به شي،که همداسې به پاتې وي.» 

د لجې منګل ولسوالۍ یو بل  اوسېدونکی وايي:« د پتکې تشنک او مرنج ښوونځیو ودانۍ له کلونو راهیسې نه دي بشپړې شوي. له اسلامي امارته غواړي،چې دغه پر ټپه ولاړ کارونه دې بېرته پیل کړي.»

د لجې منګل اوسېدونکي همدا راز ښوونځیو کې د ښوونکو او درسي موادو کموالی هغه څه بولي،چې پر وینا یې دغې ولسوالۍ کې یې د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د لجې منګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« ښوونکي نه شته دی یا کم دي. قرطاسیه نه ورکول کیږي، که ووایم، ښوونکي شته دی، خو زده کوونکي نه شته دی. دا به بیخي سمه خبره  دی. ځکه موږ ګورو،چې د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخ دی.» 

د لجې منګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« ښوونکي په نه زړه ښوونځیو ته ځي. دوی هم ملامت نه دي،تنخواوې یې ځنډیږي.» 

د لجې منګل ځایي مسئولین هم مني،چې له کلونو راهیسې دغې ولسوالۍ کې د یو شمیر ښوونځیو د ودانیو جوړیدو چارې پر ټپه ولاړې دي او د ښوونکو او درسي موادو ستونزه هم لا پر خپل ځای ده. 

 د لجې  منګل ولسوال وايي:«د پتکې، مرنج او تشنک ښوونځیو ترڅنګ د  ځنې نورو ښوونځیو ودانۍ هم نیمګړې پاتې دي. زموږ غوښتنه دا ده، چې د دغو ښوونځیو د ودانیو جوړیدو چارې دې بشپړې شي.» 

پوهنې ریاست وایي، سر له اوسه یې د بودیجې لټون پیل کړی او راتلونکی کال به پکتیا کې د ټولو هغو نیمګړو پروژو د بشپړیدو چارې پیل شي،چې د اسلامي امارت له واکمیندو وروسته یې کارونه ځنډیدلي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist