Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا صنعت او کانونو خونه: یو شمېر کارخونې تړل شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/22

په سوېل کې د پکتیا صنعت او کانونو خونې مشر فضل الدین جلالزی وايي،اسلامي امارت د جمهوریت پرتله د خامو توکو پر وارداتو تعرفې دوه برابره لوړې کړې دي. 

جلالزی وايي،له همدې امله یو شمېر کارخونې تړل شوي او ځینو نورو یې خپل فعالیتونه محدود او کاریګرو کې یې کموالی راوستی دی. 

 جلالزي زیاته کړه:« اسلامي امارت د تیر حکومت  پرتله پر خامو توکو تعرفې دوه برابره لوړې کړي او د تعرفو دغه لوړوالي د کارخونو  پر فعالیت ۸۰ سلنه اغیز کوي.»

صنعت کاران وایي، د تعرفو لوړوالی که له یوې خوا کارخونو  کارونه ټکني  او یا یې په ټپه دروي،خو له بل لوري بازارونو کې د توکو بیې لا لوړیږي او زیان یې خلکو ته رسیږي.

  صنعت کار رحمت الله راشد وايي:« که چیرې حکومت پر خامو توکو تعرفې لوړوي، صنعت کاران زیانمن کېږي. د تعرفو له لوړیدو سره د توکو بیې لوړیږي او چې بیې لوړې شي،عرضه کمیږي او کارخونې سقوط کوي.» 

صنعت کار بشیر احمد  وايي:« د اوس لپاره زموږ کارخونه له سقوط سره مخامخ ده او لامل یې د موادو او سون توکو کموالی دی.»

 صنعت کار نواز خادم وايي:«د تعرفو لوړوالي اغېز دا دی،چې بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي دي. اسلامي امارت باید د پخواني حکومت پر څېر پر خامو موادو مالیه واخلي، خو اوس یې دوه تر دری برابره اخلي.» 

خو د پکتیا کمرګ مسوولین بیا د تعرفو لوړیدل ردوي او وایي،د یو شمېر توکو پر واردیدو یې تعرفې کمې کړي او پر صادراتو هېڅ ډول مالیه نه اخېستل کېږي.

د پکتیا ګمرک مدیر ذوالفقار وايي:« د اسلامي امارت مشرتابه د پریکړې له مخې،پر صادراتو هېڅ ډول مالیه نه اخېستل کېږي او د تیر حکومت پرتله د یو شمیر توکو پر واردیدو تعرفې کمې شوي دي.» 

 د مالوماتو له مخې، په پکتیا کې وروستیو میاشتو کې د بېلابېلو لاملونو له امله  د فعالو کارخونو شمېر له ۶۰  کارخونو ۴۰  کارخونو  ته راټیټ شوی او خامو توکو کموالي او بازارونو کې معادل بهرنیو توکو موجودیت له امله د  فعالو کارخونو هم فعالیتونه محدود کړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist