Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا سوداګرۍ خونه: د پټان لویه لاره تړل شوې

admin by admin
2021/07/14

  د پکتیا سوداګرۍ خونې مشر نصیر علم یار وايي، ولایت مقام د مرکزي حکومت په شفاهي حکم له تېرو څلور ورځو راهیسې د پټان لویه لاره تړلې ده.

د علم یار په خبره، له همدې امله په  مرکز ګردیز او پښتونخوا کې سلګونه موټر بار ولاړ دي.

علم یار زیاته کړه: «  شااوخو ۶۰۰ باربري موټرونه د وارداتو او همدارنګه د صادراتو چې کوم توکي دي، د پکتیا یا  له نورو ولایتونو چې  کوم توکي راځي او پاکستان ته صادرېږي، همدا اوس ولاړ دي.»

پټان ګمرک له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو ولکه کې دی او سوداګر وایي، حکومت له همدې کبله لاره تړلې ده .

دوی زیاتوي،چې د طالبانو له لوري پټان کې د پیسو اخېستل نوې خبره نه ده او له کلونو راهیسې بېلابېلو سیمو کې له بار وړونکو موټرو پیسې اخلي.

یو تن سوداګر وايي:« دوی له موږ پیسي اخلي. هر ځای کې چې راووځي، ځایونونه یې مالوم دي. دوی  پارچې ورکوي او دولت هم پرې خبر دی. له هغوی سره زموږ د تجارانو وس نه رسېږي.»

بل پلو د پکتیا والي ګل نبي احمدزی وایي، د پټان لویه لاره د لنډې مودې لپاره تړل شوې او دوی نه غواړي،چې طالبان له بار وړونکو موټرو پیسې واخلي.

احمدزي زیاته کړه:« موږ پټان کې ستونزه لرو. موږ نه غواړو،چې د تجارانو پيسې او یا د حکومت  ملي عواید، چې زموږ او ستاسو ملي سرمایه ده، د بل چا جیب ته لاړه شي او بېرته زموږ پر ضد وکارول شي.»

د حکومت له لوري یو شمیر ولایتونو کې د لویو لارو بندیدو له کبله له یوې خوا د ګمرکونو په عوایدو کې کموالی راغلی او له بل لوري بازارونو کې د بېلابېلو توکو بیې لوړې شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist