Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا سوداګرۍ خونه:د طالبانو له لوري د پټان ګمرک له نیول کیدو وروسته صادرات صفر شوي

admin by admin
2021/07/05

 د پکتېا سوداګرۍ خونې مشر نصیر علم یار وايي، د طالبانو له لوري ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ګمرک له نیول کېدو وروسته صادرات صفر او واردات بیا  ۳۰ سلنه زیات شوي  دي.

علم یار زیاته کړه:«  متاسفانه اوسني حالت زموږ صادرات هم پر ټپه درولي دي. زموږ میوه جات پخوا د پټان له لارې پاکستان تلل، خو متاسفانه اوس د رکود په حالت کې دي.»

بل پلو یو شمېر سوداګر بیا وایي، وروستیو ناامنیو یې په ټولییز ډول پر کاروبار ناوړه اغېزه کړې او هره ورځ له نامالومو ادرسونو خبرداري تر لاسه کوي،چې د پیسو غوښتنه ترې کیږي.

سوداګر معروف وايي:« امنیتي حالت ډېر تاثیر کړی دی. تجار تر ګواښ لاندی دی. زنګ ورته وهل کېږي، د طالب په نوم، د داعش په نوم او پیسې ترې غواړي. څوک چې ډېر احساس ونه لري، په دې شرایطو کې دلته کار نه کوي.»  

د پکتیا اوسېدونکي د وروستیو ناامنیو مسوول ولایتي چارواکي ګڼي،چې پر وینا یې د ناغېړۍ له کبله یې ګڼې ولسوالۍ له لاسه وتلي او له مرکزي حکومت یې د ګوښه کېدو او عدلیي تعقیب غوښتنه کوي.

د پکتیا اوسېدونکی جمال الدین اصف خېل وايي: « په ټوله کې د ولایتي ادارې د بې غورۍ له امله چې ډنډ پټان ولسوالۍ ته یې پام ونه کړ، طالبانو ونیوله. تاسو نن د دې شاهد یئ،چې د ورځې څومره افغانۍ ضایع کېږي.»

د طالبانو له لوري د پټان ګمرک له نیول کیدو وروسته هره ورځ پکتیا ګمرک ته میلیونه افغانۍ زیان اوړي، ومو غوښتل، چې په دې اړه د پکتیا ګمرک مدیریت او ولایت مقام نظر هم ولرو، خو خبرو ته حاضر نه شول

پکتیا کې له تېرو  دوو اونیو راهیسې د ډنډ پټان ولسوالۍ  په ګډون چې ګمرک په کې فعال دی، ختیځې اووه ولسوالۍ یې د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist