Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: سلګونه کسانو د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ وسله وال پاڅون وکړ.

admin by admin
2021/06/27

د پاکتیا ولایت کې هم د نورو ولایتونو څېر سلګونه اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او د وسله والو  طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون وکړ.

پاڅون کوونکي وایي، د سیمو ساتلو په موخو له امنیتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه ولاړ دي او اجازه به ورنه کړي، چې طالبان یې سیمو کې عامه تاسیسات وران او خدمات ودروي.

په مشرانو جرګه او ولایتي شورا کې د خلکو استازي وایي، دغه سلګونه پاڅون کوونکي  به د جګړې لومړۍ کرښه کې   د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي او د سیمو ساتنه به کوي.

مشرانو جرګه کې د پکتیا استازی محمدا جان منګل وايي: « دغه پاڅون کوونکي به دغه خاورې او امنیتي ځواکونو تر څنګ کې ولاړ وي.  انشاء الله هیڅکله به  دښمن ته اجازه ورنه کو ، چې زموږ په وطن کې هغه څه وکړ، چې هغه ناروا  وي.»

د ولایتي شورا مشر عبدالمالک ځاځي وايي:«  هغه څوک چې زموږ معارف او صحت برخه کې تیرو ۲۰ کلونو کې د حکومت په موجودیت کې ترسره شوي اجازه نه ورکوو،چې له منځه یووړل شي .»

دغه وسله وال پاڅون کوونکي وایي، د جګړې ډګر کې تر پایه پاتې کېږي او وسله والو ته اجازه نه ورکوي، چې عامه تاسیسات یې وران کړي.

د پکتیا اوسېدونکی ښایسته جان احدي  وايي:« هغه څوک چې د افغانستان تاسیسات ورانوي، هغه څوک چې د پردیو لپاره کار کوي او موږ د افغان ځواکونو پر ملاتړ د پکتیا په ډیری سیمو کې پاڅون کړی دی.»

د پکتیا یو بل تن اوسېدونکی کرامت الله کرامت وايي: «  له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو او ټولو ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکوو او په سرو مال ورسره ولاړ یو.»

پکتیا کې سلګونه کسان داسې مهال د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ وسله وال پاڅون کوي، چې د ۱۴ ولسوالیو له ډلې نیمایي لا هم د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او طالبان وایي، پرون شپه یې مېرزکه ولسوالۍ  د دویم ځل لپاره هم نیولې ده .

امنتیي چارواکي بیا د مېرزکې ولسوالۍ بېرته نیول ردوي او وایي،د پاتې ولسوالیو د نیولو عملیات دوام لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist