Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: د مرکز ګردیز او زرمت سړک جوړېدو چارې بیا پيل شوې

admin by admin
2021/09/30

د پکتیا ولایت ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، د مرکز ګردیز او زرمت سړک جوړیدو چارې چې له څو میاشتو راهیسې ځنډیدلې وې، بیرته پیل شوې دي.

د یاد ریاست مشر عبدالمتین حماس وايي، د دغه سړک د جوړیدو لپاره بودیجه موجوده ده او اسلامي امارت پریکړه کړې، چې په پاخه او اساسي ډول دې ورغول شي.

حماس زیاتوي:« دا مهال یې د جغل اچونې چارې روانې دي، قیر ته یې برابروو ، بودیجه موجوده ده او پریکړه دا ده، چې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.»

په تیرو ۲۰ کلونو کې دا څلورم ځل دی، چې د ګردیز ــ زرمت سړک جوړیدو چارې پیل کېږي،چې لا نه دي بشپړې شوي.

اخوا د زرمت ولسوالۍ  اوسېدونکي وایي،د سړک خرابوالي له کبله ستونزه سره مخ دي او اسلامي امارت دې اجازه نه ورکوي، چې دا ځل بیا هم د بېلابېلو لاملونو له مخې یې چارې وځنډیږي.

د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«د دغه سړک جوړیدو چارې څو ځله تیرو کلونو کې ځنډیدلې دي. زمونږ هېله دا ده،چې امارت ورته کافي بودیجه پیدا کړي او په پاخه ډول یې جوړ کړي.»

د زرمت ولسوالۍ یو بل تن اوسېدونکی وايي:« موږ له اسلامي امارته غواړو،چې سړک دې په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي، ځکه دا یوه ترانزیټي لاره ده.»

د اسلامي امارت د مسوولنیو د مالوماتو له مخې، په  پکتیا کې د هغو پلونو او پولچکونو د جوړیدو چارې هم پیل شوي، چې تیرو جګړو کې ویجاړ شوي وو،

د پکتیا اطلاعاتو کلتور مشر خالقیار احمدزی وايي:« ولایت مقام ژمن دی، چې د ټول ولایت اړوند هغه پلونه او پلچکونه چې تیرو جګړو کې ویجاړ شوي وو،بېرته جوړ کړي د ځینو د جوړیدو چارې روانې دي او یو شمیر ولسوالیو کې رغول شوي دي.»

د ګردیز ــ ګردیز زرمت سړک ۱۸ کیلومتره اوږدوالی لري، چې شپږ کلیو متره یې تیر کال په پاخه او اساسي ډول جوړ شو او پاتې چارې یې د ناامني له کبله ځنډیدلې وې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist