Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: د طالبانو له لوري نیول شویو ولسوالیو کې د کورونا وبا مثبتې پېښې زیاتې شوي

admin by admin
2021/06/29

ځايي خلک وايي، لویو لارو کې ماینونه ځای پر ځای شوي او پر کورونا وبا اخته کسان  ګردیز ته نه شي لېږدولی، چې له امله یې د مثبتو پیښو او مړینو کچه لوړه شوې ده.

جاني خیل ، څمکني ، پټان ، لجه منګل ، احمدخیل ، اریوب ځاځي میرزکې او روحاني بابا هغه ولسوالۍ دي،چې د طالبانو نیولي او پر لویو لارو خلک د ماینونو له وېرې تګ راتګ نه شي کولی.

د یو شمیر ولسوالیو اوسېدونکي چې څو ورځې وړاندې ګردیز کې د کورونا روغتون ته راغلي، د خپلو سیمو کیسې کوي.

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: « له اریوب ځاځيو ولسوالۍ راغلي یو،  دا پنځه یا شپږ ورځې کېږي، چې ولسوالۍ طالبانو په لاس کې ده. هلته هېڅ ډول تدابیر نشته لارې بندې دي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.»

د پټان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی ایوب بیا وايي: « مشکل زیات دي. دا څلور ورځې کېږي، چې دلته مې ناروغ راوړی دی. لارې ټولې بندې دي او هلته ګڼ کسان پر کورونا وبا اخته شوي دي.»

بل پلو عامې روغتیا ریاست هم مني،چې د لارو بندیدو له کبله له څو ورځو راهیسې مرکز ګردیز ته پر کورونا اخته کسان نه دي ورلېږدول شوي.

د پکتیا عامې روغتیا ریاست مشر ولایت خان احمدزی وايي:« له څو ورځو راهیسې له ولسوالیو مرکز ګردیز ته ناروغان نه دي راغلي. لارې بندې دي، ستونزې زیات دي او خلک کوشش کوي، چې هلته خپلو سیمو کې درملنه وکړي.»

په ټولییز ډول پکتیا کې د مثبتو پیښو شمیر زیات شوی او د کورونا روغتون مسوولین وایي، تر اوسه پورې  د اکسیجن پلانټ نه دی فعال شوی او راتلوونکو ورځو کې ښايي د اکسیجن له کموالي سره مخ شي.

پکتیا کې د کورونا روغتون سرطبیب قدوس څمکنی وايي:« کورونا وبا مثبتې پیښې او ناروغان زیات دي. د مړینې پیښې هم شته مشکل دا دی، چې تر اوسه پورې اکسیجن پلانټ نه دی فعال شوی او باید ژر تر ژره فعال شي.»

د روغتیا وزارت د  مالوماتو له مخې، په پکتیا ولایت کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۲ زره او ۵۰۰ لوړ شوی او ۱۲۷ کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist