Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 پکتیا: د جاني خېلو ولسوالۍ اورګوړ درې  اوسېدونکي له لومړنیو خدمتونو بې برخې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/06

د پکتیا ولایت جاني خیلو ولسوالۍ اورګوړ دره،چې تیرو ۲۰ کلونو کې د  اسلامي امارت تر کنټرول لاندې وه،  اوسېدونکي یې په  بېلابېلو برخو کې د کار غوښتنه کوي.

د اورګوړ درې اوسېدونکي د روغتیا، زده کړو  او ځېنو نورو برخو کې د جدي ستونزو یادونه کوي او وایي،تیر جمهوري نظام کې له پامه غورځول شوي ول او اسلامي امارت دې شته ستونزې ورته هوارې کړي. 

د اورګوړ درې یو تن اوسېدونکی وايي:« دې سیمې ته په یوه دولت کې هم پاملرنه نه ده شوې، نه په جمهوریت او نه هم په اسلامي امارت  کې. غوښتنه مو دا ده،چې خدمت ورته وشي.» 

د اورګوړ درې یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« کلینیک شته دی، دلته په یوه شخصي کور دی. ځای لرو، خو څوک نه شته،چې د کلینیک لپاره ودانۍ راته جوړه کړي. نو دې  ت ه مو ډېره اړتیا ده، کله چې راته یو ناروغ پيدا شي،تر روغتونه پر وخت نه رسېږي.» 

د جاني خېلو ولسوالۍ اورګوړ درې اوسېدونکي همدا راز د  ښوونځي ودانۍ د نیمګړو چارو بشپړیدو، د سړک او یو پل د جوړیدو او د کاریزونو او استنادي دیوالونو برخه کې د کار غوښتنه کوي.

د اورګوړ درې یو تن اوسېدونکی وايي:« دا د ښوونځي دیوال دی، کله چې اوبه ډېرې شي، دا وړي. لومړۍ اړتیا مو دا ده،چې دې ته توجه وشي. » 

اخوا د یاد ولایت اطلاعاتو او کولتور ریاست مشر  ثواب جان اسلام یار،چې د اورګوړ درې اوسېدونکی دی،د دغې سیمې د خلکو ستونزې مني او د اسلامي امارت له مشرانو یې د هواري غوښتنه کوي. 

هغه زیاته کړه:« دوی ( د اورګوړ درې اوسېدونکو) ته د بیارغونې، روغتیا او زده کړو برخو کې خدمتونه نه دي شوي. موږ د  اسلامي امارت له درنو مشرانو غواړو،چې همدې ولسونو ته هغه خدمات وړاندې کړي،کوم چې د دوی لپاره اړین دي.» 

اورګوړ دره د جاني خیلو ولسوالۍ له مرکز او له څمکنیو په لیرې واټن کې پرته ده،چې شااوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ په کې ژوند کوي او روغتیایي ستونزو یې تر نورو ډېرې دي او ډېری وخت یې بېړني ناروغان پر وخت تر روغتونونو نه رسیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist