Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا اوسېدونکي: له اسلامي امارته غواړو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/13

په سوېل کې د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، نجونې د هلکانو په څېر د زده کړو حق لري او پوهنې وزارت دې پکتیاوالو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، ترڅو د کال خواري یې پر اوبو لاهو نه شي. 

دوی وايي، نجونو ته د ثانوي زده کړو د اجازې ترڅنګ دې د تعلیمي کال د ضایع کېدو مخه هم ونیول شي او ښوونکو ته دې هم د هڅونې په موخه د پاتې میاشتو تنخوا ورکړي. 

د پکتیا اوسېدونکی وايي:« الله دې وکړي، چې نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه ورکړي. زده کړه خو د نارینه وو په څېر د نجونو هم حق دی.»

د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکی وایي:« تنخوا نه شته دی. تعلمیم نه شته دی دا کوم ښوونځي پرانیستي دي. هلته زده کړې نه شته دی، ځکه نشته، چې تنخوا نه ورکول کېږي ، تقریبا د پنځو میاشتو تنخوا نه دی ورکړل شوې.»

خالده پکتیا کې د نجونو د یوه ښوونځي ښوونکې ده او له اسلامي امارت غواړي، چې نجونو ته دې د ثانوي زده کړو د اجازې تر څنګ لیرې پرتو سیمو ښوونځیو ته ځانګړی پام وکړي.

ښوونکې خالده وايي:«له اسلامي امارته زما غوښتنه دا ده، چې نجونو ته دې د ثانوي زده کړو د اجازې تر څنګ لیرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو وضعیت ته ځانکړی پام وکړي، ځکه چې هلته ستونزې ډېرې دي، ودانۍ نه شته  دي، کتابونه نه شته، هېڅ هم نه شته.»

اخوا د پوهنې ریاست ویاند مولوي شیر وايي، وزارت ته یې په پرلپسې ډول د نجونو د ثانوي زده کړو د پیل وړاندیزونه کړي او ډاډ ورکړل شوی، چې نږدې ورځو کې به دغه بهیر پیل شي.

شیر زیاتوي:«خپله مو هڅه کړې او وزارت ته مو څو ځله وړاندیز کړی، چې پکتیا کې دې هم نجونو ته د ثانوي زده کړو اجازه ورکړل شي، تر څو نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي او درسونه یې پاتې نه شي.» 

د دې تر څنګ زرمت ولسوالۍ کې له اوو کلونو راهیسې د نجونو ۱۳ ښوونځي تړلي او پوهنې ریاست وایي، د دغه ښوونځیو پرانېستل یې لومړیتوب دی او په اړه یې جدي هڅې روانې دي. 

د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې د ګوتو په شمېر ولایتونو کې نجونو ته د ثانوي زده کړو اجازه ورکړل شوې او د پاتې ولایتونو د نجونو برخلیک لا څرګند نه دی.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist