Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا اوسېدونکي: د بانکونو تړل کېدو مو ورځنی ژوند سخت  کړی

admin by admin
2021/09/09

د پکتیا  ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د بانکونو تړل کېدو یې ورځنی ژوند سخت کړی او په خبره یې ډېری کسان دومره پیسې نه لري، چې د کورنیو لپاره پرې خوراکي توکي واخلي.

ګردیز ښار کې یو شمیر کسان هره ورځ د بانکونو مخې ته په هېله تیروي،چې ګوندې خلاص به شي خو وایي، مسوولین یوازې ژمنې ورکوي.

د ګردیز ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «باور وکړه،چې کور کې د خوړلو لپاره څه نه لرو، له اوړو نیولې غوړي او ان مالګه هم نه لرو.»

د ګردیز ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «له ۱۵ ورځو ډېره موده کېږي، چې هره ورځ دلته د بانک مخې ته تېروم. ستونزه لرم،پیسو مې اړتیا ده دا ټول خلک د پیسو اخېستلو لپاره راغلي دي.»

د ګردیز ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «تقریبا له ۲۵ ورځو ډېره موده کېږي، چې بانکونه تړلي دي. خلکو ته هره ورځې د پرانېستلو ژمنې ورکول کېږي خو عملي کېږي.»

ګردیز ښار کې د صرافانو مارکیټ پرانیستی،خو وایي، روزګار یې له بانکونو سره تړلی او د اسلامي امارت مسوولین یې باید د پرانیستلو هڅې وکړي.

ګردیز ښار کې یو تن  صراف وايي: «زموږ روزګار له بانکونو سره تړلی دی، کله چې تړلي وي، زموږ پر کار منفي اغیز کوي. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې د بانکونو په پرانېستلو کې دې مرسته وکړي.»

ګردیز ښار کې یو تن  صراف وايي: «د بانکونو تړل کېدل زموږ پر کار ډېر بد اغیز کوي،ځکه پیسې ټولې له بانکونو سره دي. زموږ مشکل د بانکونو له خلاصیدو پرته نه حل کېږي.»

د ګردیز د صرافانو ټولنې مشر رمضان بیا وایي، له بهرنیو هېوادونو د ونډۍ له لارې د پیسو لېږد هم ۹۵ سلنه پر ټپه دریدلی دی.

رمضان زیاته کړه: «د ونډۍ له لارې له بهرنیو هېوادونو د پیسو لېږد ۹۵ سلنه پر ټپه دریدلی او یوازې پنځه سلنه دغه لېږد تر سره کېږي.»

له اونیو راهیسې د بانکونو تړل کیدو له کبله بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې هم  په بې ساري ډول لوړې شوي او په ټولییز ډول غوښتنه دا ده، چې طالبان دې د بانکو پرانیستلو ته لومړیتوب ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist