Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا:مرکز ګردیز کې د برښنايي پېژندپاڼو وېش یوازې یو مرکز فعال دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/11

له څلور میاشتني ځنډ وروسته په پکتیا کې د برښنایي پیژندپاڼو د ویش بهیر یو ځل بیا پیل شوی دی،خو ګردیز ښار کې یوازې یو مرکز پرانیستی او دویم تړلی دی. 

د برښنایي پیژندپاڼو د ویش مرکز مسوول عتیق الله سیرت وایي، دویم مرکز د ځېنو ستونزو له امله  د لنډ مهال لپاره تړل  شوی او نږدې راتلونکي کې به بېرته پرانېستل شي. 

سیرت  زیاتوي:« د پکتیا مرکز ګردیز کې مخکې د برښنایي پیژندپاڼو دوه مرکزونه فعاله ول،چې یو یې بېرته پرانېستل شوی او دویم د ځېنې ستونزو له کبله تړلی  دی. په  نږدې راتلونکي کې به بېرته پرانېستل شي.» 

د برښنایي پیژندپاڼو د ویش یوازیني مرکز ته ښځینه کارکوونکې هم راغوښتل شوي دي. 

ماریه چې په  دغه مرکز کې د ښځو د برخې د بایو مټیریک مسووله ده واي،خوشاله ده،چی بېرته ته دندې غوښتل شوې. 

 ماریه زیاته کړه:« زه دلته د ښځو برخې بایو میټیریک مسووله یمه، څه اسانتیاوې چې مخکې وې اوس هم شته دی. زه خوشاله یمه،چې بېرته دندې ته را وغوښتل شوم.»  

د پکتیا اوسېدونکي د برښنایي پیژندپاڼو د ویش بیا پیل ته خوشاله دي او له مسوولینو غواړي، ولسوالیو کې دې هم د پیژندپاڼو د ویش تړلي مرکزونه بېرته پرانېزي.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی  وايي:«دا یوه اوونۍ کیږي،چې بېرته پیل شوي،خلک بیخي زیات دي چې مراجعه کوي. اوس نوم لیکنه ان لاین نه ده، یوه اونۍ کې دې راغواړي.» 

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« ټول افغانستان کې باید پیل شي،ان ولسوالیو کې هم ځکه چې د پیژندپاڼې درلودل اړین دي، که نه وي خلک له ډېرو ستونزو مخامخ کېږي.» 

 یوه اوونۍ کېږي،چې ګردیز ښار کې د برښنایي پیژندپاڼو ویش یو ځل بیا پیل شوی او مسوولین وایي، تر ۶۰۰ پیژندپاڼې چاپ ته لیږلي او ۱۵۰۰ نور غوښتنلیکونه یې هم ترلاسه کړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist