Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي

پښتین: پښتانه د پاکستان ظلمونه نه هېروي او په موقع به یې پوښتنه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/26

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هغه ادعاوې رد او ناسمې بللي، چې ګواکې د پاکستان پوځ او حکومت په تیراه دره او کرمه کې پښتانه په زور او جبر له خپلو مېنو بېځایه کېدو ته نه دي اړ کړي.
منظوراحمد پشتین د پاکستان سټبلېشمنټ له لوري هلته پر پښتنو له روانو ظلمونو څخه انکار د پښتنو تېر اېستل بللي او ويلي يې دي، چې پښتانه باید دغه ظلمونه هېر نه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې پښتانه د ورسره شویو ظلمونو په برخه کې پیاوړې حافظه لري او هغه کسان نه بښي چې په خبره یې ظلمونه یې ورسره کړي وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي: « په یاد لرئ! پښتانه، د ورسره شویو ظلمونو یاد ساتلو کې عجیبه او ډېره پیاوړې حافظه لري. دوی هېڅکله او په هېڅ صورت هغه کسان نه هېروي او نه بښي، چې ظلم یې ورسره کړی وي. په تېرو شلو کلونو کې چې چا د پنجابي پوځ له نسل وژونکي عملیاتو ملاتړ کړی دی، هغه ټول د پښتنو په یاد دي.»
پشتین ویلي، د پښتنو، بلوڅانو او نورو قومونو پر وړاندې د پاکستان اعمال او په پراخه کچه ځپل دوی اړ کړي چې پاکستان ته د پنجابي ریاست، پوځ ته يې د پښتنو د قاتل او د هغوی د وسایلو د چور او تالان کوونکي او ترهګر په سترګه وګوري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر زياته کړې، پښتانه هېڅکله د دوی پر وړاندې د مغرزانه ژبې کارول او ناسم چلند نه هېروي او د وخت په راتلو سره به یې حساب کتاب کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي: « اوس بیانات هېڅ هم نه شي بدلولای. که تاسې عملیات کوئ او یا یې نه کوئ، خو په واورو او سړه هوا کې په زور او جبر له خپلو کورونو د پښتنو ماشومان، ښځو او سپین ږیرو او سپين سرو اېستلو په اړه د پنجابي پوځ او سیاسي مشرانو په ډېر مغرورانه طرز او لهجه بد معاشي کولبه هر پښتون په یاد ولري او د سم وخت په رارسېدو سره به د دې هر څه حساب تصفیه کړي.»
د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چوهدري او د دې هېواد اطلاعاتو وزارت له سیمې د کره مالوماتو او شواهدو خلاف، په جلا ډول په تیراه او کرمه کې د خلکو جبري اېستنه او بېځایه کول رد کړي.
د چارو شنونکو په باور، د پاکستان پوځ د پښتنو او بلوڅانو په سیمو کې د عملیاتو ترشا ګڼ اهداف تعقیبوي، چې تر ټولو مهم هغه یې د ازادي غوښتونکو غورځنګونو ځپل، په قبائلي سیمو کې د پنجابي عناصرو او وسله‌والو ځای پر ځای کول دي.
دوی د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته پرتو پښتنو ته په خطاب کې پر پاکستاني سټبلېشمنټ باور او اعتماد لویه تاریخي تېروتنه ګڼي، چې په خبره يې په تیراه او نورو سیمو کې د بشري جنایاتو له ارتکاب سره سره په خپلو دغو کړنو پرده غوړوي او د خلکو تېراېستنې هڅه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د پاکستان پوځ د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې او په ځانګړي ډول د پښتنو سیمو کې دوه اهدافه لري یو د ترهګرو، امنیت او ثبات په نوم ازادیپال او هغه کسان چې د پنجاب مخالفین دي او خپل حق، عدالت غواړي هغه په نښه کوي او له منځه یې وړي یا یې زنداني کوي او په تیراه او ځینو سیمو کې لکه د وزیرستان په څېر سیمې تخلیه کړي، پنجابیان راولي او ښارګوټي جوړ کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د پاکستان مشرتابه او د دوی سیاسي تحلیګرو خبرو باندې باور کول ستره تاریخي تېروتنه ده او دغه ناروا جنایت له دغه ستر ملت پښتو سره په کوزې پښتونخواه کې کوي د دوی ویډیوګانې په خبري رسنیو کې خپرې شوې دي او د هغوی په موجودیت کې هم دغه جنایت کاران درواغ وايي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین له دې يوه ورځ وړاندې هم په قبایلي سیمو کې د روانو عملیاتو په تړاو ویلي و، چې پوځ په یوه او بله پلمه هلته د پښتنو پر وړاندې ظلم او جبر روان کړی، چې موخه یې یوازې د هغوی ځورل، سپکاوی او د هغو د وسائلو چور او تالان دی.
دا داسې مهال ده، چې د پاکستان پوځ له تېرو څو اونیو راهیسې په تیراه دره او کرمه کې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د عملیاتو په نوم هلته د پښتنو کلي او کورونه په نښه کړې او زرګونه ځايي اوسېدونکي یې له خپلو مېنو جبري بېځایه کېدو ته اړ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist