Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پښتون ژغورنې غورځنګ: د پاکستان پوځ د پښتین د ترور هڅه کوي

پښتین: هېڅ پښتون او افغان پاکستان کې له ظلم خوندي نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/09

له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو پیلېدو په اړه د مطرحو څېرو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو غبرګونونه ادامه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو په غبرګون کې د پاکستان دا عمل له افغان کډوالو سره ظالمانه او له تاوتریخوالي ‌ډک اقدام بللی.

پښتین ه په یوه ویډیويي پیغام کې د پاکستان له لوري د افغانانو جبري ایستل په کلکه غندلي او زیاته کړې یې ده چې هېڅ پښتون او افغان په پاکستان او خيبرپښتونخوا کې د دې هېواد له ظلم او تاوتریخوالي خوندي نه دي.

 پښتین په پاکستان کې له ټولو مېشتو پښتنو غوښتي چې د یوه واحد ملت په توګه د روان ظلم پر وړاندې ودرېږي.

پښتین په دې اړه ویلي: « زموږ ولسونه، زموږ افغانان دا ریاست په زور، په ظلم او جبر وباسي او ستنوي یې. موږ ټول په دې عمل ډېر خفه یو او دردېږو. زه بیا هم وایم چې د پاکستان ریاست یوازې د بر وطن د افغانانو لپاره نه بلکې د کوز وطن د پښتنو افغانانو په اړه هم همدا فکر لري او په نږدې ورځو کې به یې عملي کوي.»              

پښتین همدا راز زیاته کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان او په اروپايي هېوادونو کې د دې غورځنګ څانګې به په انګلستان او امریکا کې د پاکستان له لوري د افغانانو پر زور ایستلو پر وړاندې لاریونونه وکړي.

پښتین دا هم ویلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ هڅه کوي د خیبر پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، سند او یو شمېر نورو سیمو کې د افغانانو د ملاتړ او د هغوی د ستونزو حل په موخه مرکزونه جوړ کړي.

پښتین په دې اړه ویلي: « د پښتون ژغورنې غورځنګ به په ټوله اروپا او امریکا کې تر سبا پورې لاریونونه اعلان کړي او د پاکستان د دې ظلم او جبر په خلاف به پراخ احتجاج وکړي. دا احتجاجونه به د هغو ملکونو مخې او دغه راز د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ملاتړ ادارو مخې ته وشي. هرڅنګه چې کېدای شي، باید د دې جبر پر وړاندې فشار جوړ شي. په خیبرپښتونخوا، په جنوبي پښتونخوا، په سند، کراچۍ کې به هم احتجاجي کمپونه او مرکزونه ولګول شي.»

په ورته مهال، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دغه اقدام ته د بښنې نړیوال سازمان هم غبرګون ښودلی او د دې پرېکړې د لغوه کېدو پرغوښتنې سربېره يې له پاکستانه غوښتي چې د نړیوالو معیارونو پر بنسټ اصلاحي اقدامات وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي:« پاکستان دا مهال له دې هېواده د ۸۰۰ زرو ډېرو افغان تابیعت کارت(اې.سي.سي) لرونکو افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پلی کوي. موږ د پاکستان له حکومته غواړو چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه سمدستي بېرته واخلي او د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره سم اصلاحي اقدامات وکړي.»

له دې هرڅه سره، په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان کډوال د خپل اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري او له دې هېواده د خپلې روانې پالیسۍ د بیا کتنې غوښتنه کوي.

پاکستان مېشت افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي:« افغان مهاجرین نیول کېږي او له پولې ها خوا اړول کېږي. دغه مهاجران څه موده په انتظار ځایونو کې ساتل کېږي او له هغې وروسته بیا خپل هېواد ته اړول کېږي. د پاکستان له حکومت غوښتنه کوو چې له افغان مهاجرینو سره نرمي وکړي او د طالبانو له حکومت هم غواړو چې له اسلام اباد سره خبرې وکړي، ترڅو دغه ستونزمن حالات اسانه شي او مهاجرین په آرامه او خپله خوښه ستانه شي.»                

په همدې حال کې یو شمېر کارپوهانو او د بشري حقونو فعالان د پاکستان دغه اقدام د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل بولي او له نړیوالو سازمانونو غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي، ترڅو له خپلې پرېکړې په شا شي.

د کډوالو د حقونو فعال علیرضا کریمي وايي: « له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اخراج د بشري حقونو نقض او د کډوالو په اړه د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی. نړیواله ټولنه دنده لري چې د ډېپلوماټیکو فشارونو په راوړلو او د بېړنیو مرستو په چمتو کولو سره، د کډوالو پر وړاندې د لا ډېر ظلم مخنیوی وکړي. دغه ګام د زرګونه افغان کډوالو د ژوندانه شرایط سخت کړي او هغوی یې له بېوزلۍ، بې کوره کېدنې او ژوند ته د جدي خطرونو مخامخېدو سره مواجه کړي دي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « په داسې حال کې چې د کډوالو پر وړاندې د پاکستاني نظامیانو ناوړه چلن د ټولو نړیوالو اصولو او کنوانسیونونو خلاف عمل دی چې البته نړیوال غبرګونونه یې هم لرل، زه هیله لرم نړیوال بنسټونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دغې ستونزې هواري په اړه ګام پورته کړي او افغانستان ته په خپله خوښه د کډوالو د ستنېدلو لپاره شرایط برابر کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له نړیوالو غوښتنو او فشارونو سره سره، پاکستان د روان کال د مارچ له ۳۱مې وروسته پراخ عملیات پیل کړي، ترڅو په خیبر پښتونخوا او پاکستان کې مېشت هغه افغانان ونیسي او په زور یې افغانستان ته ستانه کړي چې د مهاجرت رسمي کارتونه ورسره دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist