Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/26

په لندن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ(پي‌ټي‌اېم) غړیو د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د پښتنو پر وړاندې د پاکستان پوځي رژیم د ظلمونو مخنیوي لپاره په لندن کې د ملګرو ملتونو د دفتر پر وړاندې احتجاج وکړ.

احتجاج کوونکو د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د یاد غورځنګ د مشر غږیز پیغام هم خپور کړ چې په کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري په خیبر پښتونخوا او نورو سیمو کې د پښتنو پر ضد د روانو ظلمونو یادونه شوې.

منظور احمد پښتین په دې غږیز پیغام کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر اسلام اباد فشار راوړي، تر څو د پښتنو ځورولو، نیولو او وژنو روانه لړۍ پای ته ورسوي.

پښتین زیاته کړې: « په خیبرپښتونخوا، باجوړ، لکي مروت، شمالي وزیرستان او په ګڼو نورو سیمو کې د پښتونو وضعیت ښه نه دی. د پاکستاني پوځ له خوا یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۳۲۹ ولسي وګړي د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې وژل شوي دي.»

نوموړي په دې غږیز پیغام کې دغه راز ویلي، د پاکستان پوځي رژیم د پښتنو هغه مشران چې د دوی له سیاستونو او تګلارو سره مخالف دي، وژني او یا یې زندان ته اچوي.

منظور احمد پښتین په خپل پیغام کې له ملګرو ملتو د پاکستان پوځي رژیم له لوري په افغانستان کې د عامو خلکو د هدف ګرځولو مسئله هم یاده کړې او د مخنیوي لپاره یې له دې سازمانه د همکارۍ غوښتنه کړې.

د پي‌ټي‌ایم مشر پر ملګرو ملتونو هم له دې امله نیوکه کړې چې تراوسه یې ۱۵ځلې ملګرو ملتونو سره دا مسئله شریکه کړې، خو د دې سازمان له خوا کوم ګام نه دی پورته شوی.

له دې یوه ورځ مخکې د یاد غورځنګ غړیو د بریټانیا لومړي وزیر د دفتر مخې ته هم راټول شول او هغه ته یې یو لیک وسپاره چې په کې د پښتنو پر وړاندې د پاکستان پوځي رژیم کړنو ته اشاره شوې. په لیک کې د بریټانیا له حکومت غوښتل شوي چې د پاکستان پر پوځي رژیم فشار راوړي او د پښتنو پر ضد د کېدونکو ظلمونو د مخنیوي غوښتنه وکړي.

پښتین په پاکستان کې د هغو ګوندنو ننکه هم کړې چې د خپلو سیمو او خلکو لپاره سوله او عدالت غواړي.

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر په دې تړاو ویلي: « یوازې د پي‌ټي‌اېم غړي نه دي نادرکه شوي بلکې  زموږ د معلوماتو  له مخې، د پاکستاني پوځ له خوا تر ۵زرو زیات کسان نادرکه شوي دي. همدارنکه ماهرنک بلوڅ چې د سولې، عدالت او بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوي. پاکستان د ښو روابطو  جوړولو پر ځای نظامي پالیسي پر مخ وړي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او غړي په خیبر پښتونخواکې او نورو پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستان پوځي رژیم د روانو ظلمونو پر وړاندې د پښتنو د ویښولو ترڅنګ، په نړیواله کچه هم خپل غږ پورته کوي.

دوی له نړیوالې ټولنې، ملګرملتونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې غږ یې واوري او خيبرپښتنونخوا کې د پښتنو پر وړاندې روان تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنک د مرکزي کمیټې غړی خیرالله امین وايي: « دلته په ټولو ساحو کې له پښتنو سره ډېر ظلم کېږي. لږترلږه هغه تنظیمونه او ټولنې چې د بشري حقونو لپاره کار کوي، باید دلته راشي او وویني چې د پاکستان پوځ څه روان کړي او د خلکو بنیادي حقوق یې تلف کړي.»        

 تر دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنک غړیو د جرمني په فرانګفورټ ښار کې لاریون ترسره کړ چې د پاکستان پوځي رژیم په ضد یې شعارونه ورکول او له اورپایي هېوادونو یې وغوښتل چې د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو او افغانستان کې د ملکي وګړو نښه کول دې ودروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist