Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین د اکتوبر پر ۱۱ مه د پښتنو قامي جرګه رابللې

پښتین د اکتوبر پر ۱۱ مه د پښتنو قامي جرګه رابللې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/02

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتونو قامي جرګې د ترسره کېدو ځای د خیبر تاریخي ولسوالۍ اړوند د لنډي کوتل سیمه ټاکلې.

پښتین دې جرګې ته د چمتووالي په لړ کې د شنبې په ورځ په خیبر کې یوه ولسي پاڅون ته د وينا پر مهال وویل، په دې جرګه کې د ګډون لپاره د خیبرپښتونخواه د۶۰ سيمو سیاسي او قامي مشرانو، ديني علماوو، قومي مخورو او لسګونه زرو کسانو ته بلنه ورکړل شوې.

دغه جرګه کې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د محکومو پښتنو د تروړل شویو حقونو د اعادې، ورسره د روانې دوامداره بې عدالتۍ او له تېرو څو لسیزو راهیسې د پښتنو پر سر او مال د روانې لوبې پر وړاندې پرېکړه کیږي.

پښتین زیاتوي: « موږ د خیبر مشرانو، سپین ږیرو، سیاستوالو او علماوو ته دا خبره کوو چې تاسو مشوره وکړئ او که مو مشوره کړې وي او خیبر دېته تیار وي، نو د اکټوبر پر ۱۱ مه به د پښتون قامي جرګه د خیبر په خاروه جوړوو.»  

پښتین دغه جرګه د ډېورند فرضي کرښې پورې غاړې ته د مېشتو پښتنو په برخلیک ټاکنه کې تاریخي هڅه ګڼي او وايي، د بریالیتوب لپاره یې د پښتونخوا په ګوټ ګوټ کې له نفوذ لرونکو سیاسي ګوندونو، قومي مشرانو او ديني علماوو سره جلا جلا لیدنې کړې.

ټاکل شوې د یادو کسانو له ډلې ۸۰ تنه د استازیتوب لپاره وټاکل شي او له پراخو سلا مشورو ورسته به د پښتنو او ورسره د روان زور زیاتي په تړاو پرېکړه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي پښتونخوا ایالتي مشر نور باچا وايي: « موږ په نړۍ کې د ظلم او زیاتي داسې مثالونه نه شو پیدا کولی، لکه ریاست پاکستان یا پنجابي استعمار یې چې له تېرو ۷۶ کالو راهیسې له پښتون قوم سره کوي. اوس داسې حالت راغلی  دی چې ټول پښتانه تنګ شوي او د یوې لویې قومي جرګې رابلل اړین دي.»

د پښتونخوا قومي مشران وايي، پاکستان وار د مخه د جرګې د ناکامولو په موخه هڅې روانې کړې.

د دوی په خبره، د غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر له نیول کېدو وروسته یې بلوچستان ته د منظور احمد پښتین پر ورتګ بندیز لګولی او د نوموړي د نیونې پلان یې ترتیب کړی.

یاد مشران وايي، په ټول ځواک سره به په دې لویه قامي جرګه کې برخه اخلي او له اوږدو کلونو راهیسې ورسره روان ظلم ته به د پای ټکی ږدي.

د خپلواک پښتونستان غورځنګ مشر داکټر خان بابا وايي: «  د بلوچستان صوبه يي حکومت د درېیو میاشتو لپاره د منظور احمد پښتین په ګډون بلوچستان ته د ۱۵ تنو پر ورتګ بندیر لګولی او امنیتي ځواکونو ته یې لارښونه کړې، که منظور پښتین بلوچستان ته د ورتګ هڅه وکړه، باید ونیول شي. له همدې امله د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کمېټې پښتین ته اجازه نه ده ورکړې چې هلته لاړ شي؛ ځکه چې د ده په نیول کېدو سره د قامي جرګې جوړېدل له خنډ سره مخامخ کېږي.»

د پښتنو قامي عدالت جرګه داسې مهال ترسره کیږي، چې د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخواه کې د پاکستان ضد وسله ‌والو ډلو له منځه وړلو لپاره د عزم استحکام پوځي عملیاتو د پيل خبر ورکړی او تازه څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یادو عملیاتو د بریالیتوب لپاره ځانګړې بودیجه هم تصویب کړه.

نیوکې دا دي چې د پاکستان پوځ په ورته پوځي عملیاتو کې ډېر کله د پښتنو سیمې او مشران په نښه کړي او د خیبرپښتونخوا میلیونونه اوسېدونکي یې له خپلو مېنو کډه کولو ته اړ کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist