Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/13

د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې د پيل له لومړۍ ورځې شاوخوا يوه اوونۍ تېرېږي چې په پایله کې يې دواړو خواوو ته د ملکي مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې شوې دي.

تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، د پاکستان پوځ د شمالي وزيرستان په جانې خېلو، بنو او د خيبرپښتونخوا په ځينو سيمو کې عام خلک د بې ‌پيلوټه الوتکو په بريدونو کې پر نښه کړي.

د پښتين په خبره، په دې بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۰ کسان ټپيان شوي چې دې او ورته نورو بريدونو له امله يې پوځ له عامو پښتنو سره پر تاوتريخوالي او ظلم تورن کړی.

پښتين زیاتوي:« پرون مازدېګر د خيبرپښتونخوا په بنو او جانې ‌خېلو کې د پاکستان پوځ د بې ‌پيلوټه الوتکو په وسيله پر بې ‌ګنا او عامو پښتنو هوايي بريد کړی چې د مالوماتو له مخې، تر اوسه ۱۰ ښځې او ۴ ماشومان په دې بريد کې ټپيان شوي دي. نه يوازې په بنو بلکې په ټانک، سوېلي او شمالي وزيرستان، تېرا او باجوړ کې هم پر عامو پښتنو د پاکستان د پوځ ظلم دوام لري.»

د يادو بريدونو له امله په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرۍ پراخ لاريونونه هم شوي چې موخه يې پر ملکيانو د پاکستان د پوځ ظلم او دغه راز د پوځ له لوري د دوی ځپلو لپاره د عملياتو درول دي.

پښتين په دې اړه وايي: « دوی زموږ هېوادوال دي، موږ دوی يوازې نه پرېږدو، ټول يې ترڅنګ درېږو. پر لاريونوالو ډزې د پښتنو په خاوره کې له سولې سره د رياست د ښکاره مخالفت ثبوت دی.»

د سیاسي چارو يو شمېر شنونکي هم له پښتنو سره د پاکستان د پوځ چلن د بشري حقونو او د نړيوالو کنواسيونونو نقض بولي او پر مخنيوي يې ټينګار کوي.

د سياسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « ټول هغه راپورونه چې د پاکستان پوځ او پلویانو یې خپاره کړي، ګویا هندوستان مسجد ویشتلی یا هندوستان د پښتنو او بلوڅانو خاوره بمبار کړې، دا د پاکستان د پوځ او آی.اېس.آی دروغجن او له حقیقت لرې پروپاګند دي چې نه دوی خپله باور پرې لري او نه هم نړۍ پرې باور کوي.» 

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « که د ښاغلي منظور پښتین ادعا حقیقت ولري، دا د خیبر پښتونخوا د خلکو پر وړاندې یو جنګي جنایت دی.»

له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خيبر تاريخي دره کې د پښتنو جرګه ترسره کړه او له يادې جرګې له لوري پوځ ته د ورکړل شوي درې ورځني مهلت په تېرېدو سره، پښتون ژغورنې غورځنګ په مکرره توګه له پوځ او حکومت غواړي چې د خلکو پرېکړې ته احترام وکړي او ورسره روان ناوړه چلن بدل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist