Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

پي.آی.اېن: د افغانستان نيمايي وګړي مرستو ته اړتيا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/15

اوږدې جګړې، ناامني، وچکالي او نور هغه څه دي چې افغانان يې پر خپلو پښو د درېدو پر ځای د نړيوالو بشري مرستو ته تکيه کړي دي.

تازه د پي.آی.اېن په نوم یوې نړیوالې موسسې د ځینو افغانانو پر ژوند خپاره کړي راپور کې اټکل کړی، چې روان کال به ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې دا شمېر د افغانستان له نیمایي زیات نفوس تشکیلوي.

د راپور یوه برخه:« اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۴ کې د افغانستان ۲۳ میلیون خلک، چې د هېواد نیمایي نفوس تشکیلوي بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي، چې دا مهمې مرستې خوراکي توکي، پاکو اوبو ته لاسرسی، روغتیایي خدمتونه او د زده‌کړو په برخه کې د اسانتیاوو برابرول دي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نشري که څه هم د عامو خلکو اقتصادي وضعيت ته په کتو ستونزې مني، خو وايي، پلان لري روان کال د پراختیایي او زېربنایي پروژو د تطبيق له لارې خلکو ته د کار کولو فرصتونه رامنځته او په دې توګه په هېواد کې لوږه او اقتصادي ستونزې کمې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي په دې اند دي چې لنډمهالې مرستې نه شي کولې د افغانانو ستونزې په دايمي توګه حل کړي او په خبره یې، خلکو ته باید اوږد مهاله کاري فرصتونه برابر شي څو وتوانېږي تر یوه حده خپلې ستونزې حل کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محب ا لله شریف وايي:« لوی لاملونه چې دا فقر نه را ټیټیږي، هغه د اقتصاد برخه کې په پراخه کچه باندې لوی اجرات تر اوسه پورې نه دي پيل شوي، بانکونه تر محدودیت لاندې دي، خلکو ته بېړنۍ مرستې توزیع کېږي، خو زیاته هڅه نه کېږي، چې هغوی ته کار وښودل شي، هغه پر دې باندې سمبال کړی شي، چې په خپله کار وکړي او اقتصادي لاسته راوړنو باندې خپل ژوند مخته یوسي. اوږدمهاله لویې پروژې لا نه دي پلې شوي. کله چې دا پيل کېږي، نو دا هرڅه به له مخې لرې شي.»

له دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په يو لړ راپورونو کې په افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ کچې د لوړوالي ادعا کړې او ويلي يې دي، چې د ترلاسه شویو ارقامو له مخې دامهال ۱۷ ميليونه افغانان د شديدې لوږې له امله بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist