Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/24

پر خيبرپښتونخوا او افغانستان د پاکستان پوځي رژيم بريدونو په اړه لا هم په نړيواله کچه غندنې دوام لري. تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ(پي‌ټي‌اېم) په يوه ليک کې بریټانیا ته دا روښانه کړې چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په خيبرپښتونخوا او افغانستان کې ملکي تاسيسات په نښه او له منځه وړي.

دغه ليک د بریټانیا لومړي وزير دفتر ته سپارل شوی او په کې غوښتل شوي چې پاکستان په خيبرپښتونخوا او افغانستان کې له بريدونو راوګرځوي او په دې توګه د بې‌ګناه افغانانو د وينو تويولو ته د پای ټکی کېږدي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن غړی وايي: « موږ د پي‌ټي‌اېم بریټانیا څانګې له اړخه پر افغان خاوره د پاکستان تېري او افغان نسل وژنې د غندنې لپاره په بریټانیا کې د پارلمان مخې ته ستر لاریون ترسره کړ. موږ به په دې اړه د پاکستان د جنایتونو اسناد تر نړۍ ورسوو.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ د لیک په سپارلو سربېره دا هم ويلي چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان پوځي رژيم د ورته کړنو پر ضد په ځينو اروپايي هېوادونو کې اعتراضونه هم وکړي.

غړي يې ډاډ ورکوي چې په افغانستان او خيبرپښتونخوا کې به د عامو خلکو پر وړاندې د پاکستاني ظلمونو پر وړاندې غږ پورته کولو ته دوام ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی زیرشاه آغا وايي:« د پاکستان د بریدونو خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې احتجاجونه کړي او د دغو هېوادونو حکومتونه ته یې د پاکستان خلاف لاسلیکونه هم سپارلي دي. څو ورځې وړاندې بريټانیا کې د شوي لاریون پرېکړه لیک هم د بریټانیا لومړي وزیر دفتر ته سپارل شوی.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی خیرالله امین وايي: « دلته چې د ترهګرۍ په بهانه د پښتنو نسل وژنه کېږي، موږ د دې خلاف لاسلیکونه ورکړي. له کورونو د خلکو ایستل او بیا یې په ډېره بې رحمۍ وژل جنایت دی، دا جنایت په تېرا او کورمه کې هم ترسره شوی.»

دغه راز، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او مطرحو غړيو هم پر تيرا او کرمې سربېره پر ننګرهار، کندهار، خوست، پکتيکا او کابل د پاکستان پوځي رژيم دوامداره بريدونه وحشيانه بللي او سم‌لاسي يې د درولو غوښتنه کړې.

د پاکستان د دې بريدونو تر ټولو خونړی هغه يې په کابل کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز بريد و چې په کې د رسمي شمېرو له مخې، ۴سوه کسان شهيدان او نږدې ۳سوه نور ټپيان شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist