Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پوځ په ګرشک کې د طالبانو پاخه سنګرونه مات کړل

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/08

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د طالبانو سخت سنګرونه مات کړي او پرمختګ یې کړی.

په ګرشک ولسوالۍ کې د سپن مسجد په نوم سیمه هغه سیمه چې له تیرو دریو کلونو طالبانو پرې واکمني درلوده.

هلمند کې چارواکي وايي، په دغه جګړه کې یې طالبانو ته د سرزیان هم اړلی هغه څه چې طالبان یې هم ادعا لري.

دغه ماموریت د ګرشک ولسوالۍ د پآرچاو څخه اتلس کلیومتره واټن لري چې د لښکرګاه ښار د باباجي او د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده سیمي سره نښلوي، د ګرشک امنیه قوماندان څارمن محمد اسماعیل خپلواک په سپین مسجد ماموریت کې شمشاد تلویزیون ته وویل د سپین مسجد ماموریت ټولې سیمې نیول شوي او د دایمي امنیت لپاره یې هم د ملي پولیسو او ملي اردو ګډې قوي امنیتي پوستې هم ځای پرځای کړي دي.

چارواکي وایی په دغو عملیاتو کې یې ۲۱ طالبان وژل شوي اته ټپيان دي او ۲۱۱ کړۍ هغه مایونونه هم کشف او لمنځه وړي دي چې په لویو لارو کې د عملیاتو د مخنیوي په موخه ځای پرځای شوي و، چارواکي وایي په عملیاتو کې ملکي خلګو ته نه مالي او نه هم ځاني زیان اوښتی دی، دوی له خلګو غواړي چې په ډاډه زړه خپلو سیمو ته ستانه شي.

حکومت د ښار د څلورمې امنیتي حوزې باباجي د نیولو لپاره له دریو خواوو عملیات پیل کړي چې ګرشک ولسوالۍ څخه پیل شوي.

چارواکي وایي ډير ژر به څلورمه حوزه هم په بشپړه توګه ونیول شي چې ګرشک او لښکرګاه ښار به هم سره ونښلول شي خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي د حکومت هغه ادعا ردکړه چې ګواکې په ګرشک ولسوالۍ کې یې ۲۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، احمدي برعکس حکومت ته د اوښتې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist