Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پوهنې وزارت: که د ښوونځیو رخصتي تمدید نه شي، نو په دېرشو ورځو کې به تېرې شوې زده کړې جبران کړي

admin by admin
2021/06/22

عامې روغتیا وزارت د کورونا ګواښ کمېدو او ددې وبا دخپرېدو مخنیوي په‌موخه په ‌ټول هېواد کې ښوونځي، پوهنتونونه او نور ښوونیز مرکزونه تر نامعلومې نېټې رخصت کړي دي.

اوس د پوهنې وزارت وایي که روغتیا وزارت د ښوونځیو رخصتي بیا ځلې تمدید نکړي، دوی کولای شي چې په دېرش ورځو کې له لاسه تللې زده کړې جبران کړي.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وایي: «ددې لپاره چې موږ حضوري زده کړې جبران کړو،  بېلابېلې لارې ورته موجودې دي چې استفاده ترې وکړو؛ په افغانستان کې انټرنټ ته لاسرسۍ مشکل دی، ددې لپاره موږ تدریسي ویډیوګانې د وبسټایټ، پوهنې ټلویزون او په ولایتونو کې د محلي راډیوګانو له لوري خپروو.»

پوهنې وزارت وایي، د کورونا ګواښ په لوړېدو دی او تر اوسه د تړل شویو ښوونیزو مرکزونو د بیا پرانیستلو نېټه نه ده مشخص شوې، خو په وینا یې د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو زده کوونکي کولای شي په انلاین ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

ارین وایي: «د رخصتیو تمدید د روغتیا وزارت د پرېکړې پر اساس کیږي، که چېرې تر یوې اوونۍ زده کړې پیل شي، موږ کوښښ کوو چې له لاسه وتلې حضوري زده کړې جبران کړو.»

د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې، له تېر کال راهیسې له ۶۰۰۰ ډېرې درسې ویډیو ګانې یې ثبت کړي، هغه زده کوونکي چې انټرنټ ته لاسرسۍ نلري د پوهنې وزارت له ویبسایټ، د پوهنې ټلویزون او په ولایتونو کې د محلي راډیوګانو له لارې یې تعقیبولای شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist