Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوهنې وزارت: د سړو سیمو ښوونځي د شدیدې ګرمۍ له امله ۵ ورځې رخصتېږي

پوهنې وزارت: د سړو سیمو ښوونځي د شدیدې ګرمۍ له امله ۵ ورځې رخصتېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/30

د پوهنې وزارت مسوولين وايي، د هوا د تودېدو او د زده ‌کوونکو د روغتيايي خوندیتوب په موخه به د هېواد په سړو سيمو کې ټول ښوونځي، د روان لمريز کال د چنګاښ له ۱۱مې تر ۱۵مې نېټې د پنځو ورځو لپاره رخصت وي.

د دغه وزارت ویاند منصور حمزه په دې اړه وايي، د څلور نيم مياشتنۍ ازموینې له پای ته رسېدو وروسته به هم د هېواد ټول ښوونځي د ۱۱ ورځو لپاره رخصت شي.

حمزه زیاتوي: « یاده رخصتي به د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې له ۱۱ نېټې تر ۱۵ نېټې پورې ادامه ولري. ټول طلاب او زده کوونکي مکلف دي چې د رخصتۍ له پای ته رسېدو وروسته د چنګاښ له ۱۶ نېټې خپلو څلور نیم میاشتنیو ازموینو ته په منظم ډول حاضر شي. همدارنګه د سړو سیمو او ولایتونو په ښوونیزو مرکزونو کې به د اوړي رخصتي د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې پیل او همدې میاشتې تر ۱۱ نېټې ادامه ولري.»

په همدې حال کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د هوا تودوالي له امله له ناروغيو او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او خپلو ورځنيو کارونو ته سمه رسېدنه نه شي کولی.

د کابل ښار اوسېدونکی الفت وايي: « هوا د تېرو کالونو پرتله ډېره توده شوې او خلکو ته یې ځینې مشکلات پیدا کړي.»

د کابل اوسېدونکی محمد آغا وايي: « باید له ګرمۍ د ځان ساتلو لپاره لارې چارې ولټول شي، ځکه دوی عام اختلالونه لري.»

د کابل اوسېدونکی یعقوب وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې د برېښنا په خپل وخت ورکړي، ځکه هوا توده شوې، درس او خوب نه شو کولی او اړتیا ده چې برېښنا ولرو.»

په همدې حال کې، ډاکټران وايي، د اوړي په موسم کې د هوا د درجې لوړوالی انسان په ګڼو ناروغیو اخته کوي او خلکو ته یې روغتیايي سپارښتنې کوي.

ډاکټر کمین صافی په دې اړه وايي: « په دې ډول حالاتو کې د ګرمۍ دوه نښې دي، هغه دا چې فشار ټیټوي او د بدن مایعات کموي.»

ډاکټر عبدالرازق احمدزی وايي: « له دې د مخنیوي لپاره باید د لمر ضد کریمونه وکاروو او داسې جامې واغوندو چې په کې راحت اوسو. د دې لپاره کاتن او نخي تیکې ښې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ( ایف.اې.او) د نړیوالې هوا پېژندنې د مالوماتو له مخې لیکلي چې د ۲۰۲۵زېږدیز کال د جولای له لوموړۍ تر ۳مې نیټې به د ګرمې هوا خطرناکه څپه افغانستان وځپي او ښايي انسانانو، کرنیزو حاصلاتو او حیواناتو ته زیان ورسوي.

یاد سازمان پرخپله اېکس پاڼه لیکلي: «ټاکل شوې په افغانستان کې د ګرمۍ درجه له عادي کچې ۲ تر ۱۰ سانتي ‌ګراد پورې لوړه شي. دا ګرمي به په جنوب، ختیځ او شمال کې ممکن له ۴۵ سانتي‌ګراد درجو واوړي. دا د انسانانو، حیواناتو او کرنې لپاره یو جدي ګواښ دی.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ګلخانه‌یي او مضرو ګازونو په تولید کې ونډه نه لري، خو له زیانونو یې تر نورو زیات اغېزمن دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist