Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوهنې وزارت د ديني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې هم د هېواد پرمختګ لپاره حياتي بولي

پوهنې وزارت د ديني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې هم د هېواد پرمختګ لپاره حياتي بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/10

پوهنې وزارت د سمیع الله په نوم هغه کوچني ماشوم لپاره ستاینغونډه جوړه کړې چې له خيبرپښتونخوا تازه راستون شوی او په ریاضي کې ځانګړی استعداد لري.

په غونډه کې د پوهنې وزارت چارواکو وویل، افغانستان نه یوازې ديني عالمانو بلکې په عصري علومو کې هم پياوړو متخصصو ظرفيتونو ته اړتیا لري او خلک دې په دې برخه کې زیاته هڅه وکړي.

د پوهنې وزارت سلاکارغوښتنه کوي چې خلک دې په خپلو اړوندو مسلکونو زیاته توجه وکړي او موخه یې هم باید د الله رضا او هېواد خدمت وي.

د پوهنې وزارت سلاکار سید غیاث الدین اغا وايي: « دا وطن یوازې په یوه عالم نه آبادېږي، تنها په یوه مفتي او قاضي نه آبادېږي بلکې دا وطن لکه څرنګه چې مفتي، قاضي او دیني عالم ته اړتیا لري، انجینر، ډاکټر، ډېپلوماټ او نورو کسانو ته هم ضرورت لري. دا وطن هر ډول استعداد او اشخاصو ته ضرورت لري.»

چارواکي وايي، پوهنې وزارت دې ته ژمن دی چې د خپلو ځوانو استعدادونو ښه پالنه وکړي او د رشد لپاره یې د لا زیات تعلیم زمینه برابره کړي.

د پوهنې وزارت د ارزونې رییس عبدالولي سعادت وايي: « د پوهنې وزارت استعدادونو ته ژمن او د استعدادونو او قابلیتونو د روزنې لپاره تر خپلې وسې هڅه کوي.»

په ورته مهال، ریاضي کې د ځانګړي مهارت لرونکي ماشوم سميع الله پلار وايي، زوی یې نه یوازې په جمع بلکې د تفریق، تقسیم او ضرب په عملیو کې هم ځانګړي مهارتونه لري او هیله یې وښوده چې د سرپرست حکومت له لوري لا زیاته پاملرنه ورته وشي.

د سميع الله پلار عبدالقیوم وايي: « سمیع الله د ریاضي په څلور واړه عملیو کې تکړه دی.»

په همدې حال کې د پوهنې وزارت له لوري سميع الله ته چې د ریاضي په ابتدايي برخه کې ځانګړی مهارت لري، د یوه کمیپوټر ترڅنګ۵۰ زره افغانیو نغدي جایزه او یو ستاینلیک ورکړل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist