کورنیو چارو وزارت پولیسو ته امر کړی، چې نا مسوول وسلهوالو سره جدي چلند وکړي.
یوه نا رسمي سروې ښيي چې کابل کې خلک د دولت له وسله والو مخالفینو دومره ډار نه لري، لکه له زور واکو او وسله والو غلو څخه چې ډاریږي.
کورنیو چارو وزارت د پولیسو مسوولینو ته هم خبرداری ورکړ، که په دندو کې بې غوري وکړي او د خلکو امنیت و نه ساتي، له دندو به یې لیرې او قانوني چلند به ورسره وشي.
کورنیو چارو وزارت وایي، اوس پولیس جدي دي او هیچاته به اجازه ور نه کړي چې د دولت پرضد وسله پورته کړي او یا نورې سرغړونې وکړي.
د همدې وضعیت د ښه کیدو لپاره کورنیو چارو وزارت امنیتي معینیت زور واکو ته خبرداری هم ورکړ چې د نا مسووله وسلهوالو سره جدي چلند وکړئ او که مو په دنده کې نا غېړي وکړه له دندې به ګوښه شئ.
د کابل پولیسو د ناحیو له ولسي مشرانو سره کار کوي چې ستونزې په نښه او حل لار ورته پيدا کړي.
کابل ښار کې نامسووله وسله وال د خلکو رواني وضعیت ګواښي او پولیس اوس کار کوي چې څنګه کیدای شي په لویو لارو کې د غلاوو مخه ونیسي او خلک په رواني لحاظ ډاډه کړي.











