Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/16

پولنډي ځواکونو د سرحدي عملیاتو پر مهال د افغانانو په ګډون ۷۱ کډوال نیولي دي.

د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي، د لېتوانیا او بېلاروس له پولو سره یې په درې ورځنیو عملیاتو کې۷۱ کډوال چې یو شمېر افغانان دي، نیولي دي.

د پولنډ سرحدي ځواکونو ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې دغه راز ویلي، یاد کسان د پولنډ، لېتوانیا او بېلاروس پر سرحدونو پېژندل شوي او ترنیول کېدو وروسته، د قانوني پړاوونو له بشپړېدو سره سم، د لېتوانیا چارواکو ته سپارل شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «موږ د خپلو درې ورځنیو عملیاتو په لړ کې چې د لېتوانیا او بېلاروس له پولو سره نږدې مو ترسره کړل، ۷۱ غیرقانوني کډوال نیولي دي. په دې کډوالو کې یو شمېر افغان کډوال هم شته چې زموږ عملیاتو پر مهال نیول شوي.»

د خبرپاڼې له مخې، پولنډي ځواکونو یو اوکراینی وګړی هم نیولی چې د دې ادارې په وینا، د پنځو کډوالو د لېږد لپاره سرحدي سیمې ته تللی و او د عملیاتو پر مهال ونیول شو.

د پولنډ سرحدي ساتونکو ویلي، نیول شوي کډوال د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د مکانېزم له مخې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته، د لېتوانیا اړوندو ادارو ته سپارل شوي.

د کډوالو د حقونو فعالان بیا پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د افغان کډوالو ژوند او حقوقو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د کډوالو حقونو فعال ګلا خان بهادري وايي: « له هغه وروسته چې نړۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پېښې زیاتې شوې دي، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه او کوربه هېوادونه د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو له مخې ورسره چلن وکړي. هېڅ افغان کډوال باید له قانوني ارزونې پرته ونه نیول شي، ونه شړل شي او هم داسې ځای ته وا نه ستول شوي چې ژوند یې له خطر سره مخ شي. دا د ملګرو ملتونو او کډوالو عالي کمېشنرۍ مسوولیت دی چې د افغان کډوالو د حقونو ساتنه وکړي.»

د کډوالو حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « له افغان کډوالو سره چلن باید له د یوه امنیتي برخورد په ځای د بشري حقونو تګلارې ته بدل شي. که څه هم د پولنډ دولت او نور اروپايي هېوادونه حق لري چې د خپلو پولو ساتنې لپاره د پولو مدیریت سخت کړي، خو دغه کار نه باید د انساني کرامت او نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کولو په بیه وي.»

په دې وروستیو څو کلونو کې ګڼ شمېر افغانان هڅه کوې چې د بېلاروس او لېتوانیا له لارې د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو ته ځان ورسوي.

د بېلاروس او پولنډ پوله له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې اروپايي ټولنې ته د کډوالو د ننوتلو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

پولنډ په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره په دې سیمه کې امنیتي تدابیر سخت کړي او پر سرحدونو یې لا زیات محدودیتونه لګولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist