Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پوتین: افغانستان کې د وضعیت عادي کولو په هڅه کې یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/30

 د روسیې ولسمشر ولادیمیز پوتین تاجکستان ته سفر پرمهال د امام علي رحمان سره د افغانستان په تړاو هم خبرې کړي دي

پوتین ویلي،غواړي له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې ولري او په خبره یې  د وضعیت د عادي کول لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

پوتین همداراز ویلي،چې هڅه کوي د افغانستن ټول قومونه د حکومت برخوال شي.

هغه زیاته کړې:«موږ په افغانستان کې د وضعیت عادي کولو لپاره هڅې کوو او غواړو، له هغو سیاسي اړخونو سره اړیکې جوړې کړو،چې په سیمه کې وضعیت کنټرول کوي. تاسو پوهیږئ،چې موږ  غواوړو،په سیمه کې وضعیت باثباته وي او چاته ګواښ پېښ نه شي. موږ پر دې باندي کار کوو،چې په افغانستان کې ټول قومونه باید د حکومت په مخته وړلو کې برخه ولري.» 

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دي نظر دي،چې روسیه په منځنۍ اسیا او  په ځانګړي ډول په افغانستان کې ځانګړي هدفونه لري او غواړي، له اسلامي امارت سره د اړیکو پر واسطه هغې ته ځان ورسوي او د افغانستان د وضعیت عادي کولو لپاره پيل کړې یې هڅې یې د سیمې امنیت لپاره دي.

د سیاسي چارو شنونکی نور احمد خالدي وايي:« سیاسي مذهبي افراطیون چې مخکې په تاجکستان او ازبکستان کې فعال وو اوس د افغانستان په شمال کې هم فعال دي. القاعده فعال دی. داعش فعال دی. دا ټول د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره خطر دي. د اسلامي ختیځ ترکستان غورځنګ د افغانستان په تېرو ۲۰ کلنو جګړو کې له طالبانو سره سهیم وو او طالبان نشي کولی دوی ته یو په یو شا کړي. روسیه غواړي څو له طالبانو سره د اړیکو په وسیله د یادو ډلو مخه ونیسي.»

ځینې نور بیا وايي، د حکومت په چارو کې د قومونو پر ونډې ټینګار بیا هغه څه دي،چې ستر ځواک لرونکي هېوادونه یې د خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره مطرحه کوي او د رسمیت پیژندلو له لپاره یې یو اصل بولي، چې په دې کار سره دوی په اسانۍ خپلو هدفونو ته رسیدلی شي.

دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین داسې مهال دافغانستان وضعیت په اړه له خپل تاجیک سیال سره خبرې کوي، چې تاجکستان له یوولس میاشتو راپدیخوا له افغانستان سره خپله پوله تړلې او اندېښنه لري چې له افغان خاورې نه ورته ګواښ متوجه دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist