Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان کډوال ایران کې د بد وضعیت د دوام له امله شکایت کوي

په ۲۰۲۵ کال له ایرانه شاوخوا یونیم میلیون کډوال راستانه کړای شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/01

د هرات کې چارواکي وايي په تېر یوه کال کې شاوخوا یو نیم میلیونه افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دوی په خبره، له دغو کډوالو څخه یوازې ۱ میلیون او ۲۵۰ زره یې د هرات د اسلام کلا او پاتې نور یې د فراه میل ۷۸ او نیمروز د ورېښمو پل له لارو افغانستان ته را اړول شوي دي.

ځايي چارواکي زیاتوي، راستنو شویو کډوالو ته له نغدي مرستو سربېره، د خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او وړیا ټرانسپورټي او مخابراتي اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د هرات اطلاعاتو او کلتور رییس او کډوالو وضعیت ته رسېدنې کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ورکولو کمېټې مشر احمدالله متقي وايي: « په ټوله کې هغه مهاجر چې په ۲۰۲۵ کال له ایرانه راشړل شوي، د اسلام کلا له لارې تر ۱ میلیون او ۲۵۰ زرو زیات دي. همدارنګه د فراه او نیمروز له لارو هم مهاجرین راتلل چې کولی شو ووایو، تر ۱.۵ میلیون پورې مهاجر له ایرانه راستانه شوي.»

دغو کډوالو ته د اسلامي امارت او نړیوالو ادارو له مرستو سربېره، د هرات سوداګرو، پانګوالو او عامو خلکو هم مرستې برابرې کړې دي.

د هرات صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي، ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه راستنو شویو کډوالو سره له نورو مرستو سربېره، څه باندي ۱۵ زره هغو ته یې د هرات صنعتي ښارګوټي کې د کار زمینه هم برابره شوې.

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « زموږ کوم هېوادوال چې له ایران څخه راستنېدل، موږ ورسره د خوراکي توکو او ټرانسپورټي لګښتونو ترڅنګ نورې مرستې هم کېدلې. زموږ د سوداګرۍ خونې ۲ میلیون بوتله اوبه وېشلې دي. همدارنګه موږ ژمنه وکړه چې راستنېدونکو مهاجرینو ته به کار ورکوو. تر اوسه زموږ د خونې په مکتوب تر ۱۵ زرو مهاجرین صنعتي ښارګوټو ته معرفي شوي دي.»

له ایران څخه راستانه شوي کډوال د ایراني حکومت له ناوړه چلن شکایت کوي.

دوی وايي، په زور راستانه کړای شوي او شتمنۍ یې ترې ګرځول شوې دي.

له ایران راستون شوی کډوال احمد حبیبي وايي: « دوی هره شېبه زموږ لټه کوله، نیولو او ځورولو یې. له نیولو وروسته یې پنډغالي ته راوړلو او بیا یې د څو میلیون تومانو په بدل کې تر اسلام کلا پورې لېږدول.»
له ایران راستون شوی کډوال ملنګ وايي: « نه یوازې مو هلته شتمنۍ پاتې شوې، بلکې نورې پیسې مو هم قرض کړې او ترې ځایه مو ځانونه را ورسول.»
له ایران راستون شوی کډوال عبدالظاهر وايي: « زما د کور ۳۰۰ میلیون تومانه پاتې شول، اوس د بېرته تګ وس نه لرم چې لاړ شم او خپلې پیسې را واخلم.»

راستانه شوي کډوال له حکومت په خپل هېواد کې د سرپناه او د کار غوښتنه کوي، ترڅو بیا ځل بل هېواد ته په کډه کولو اړ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist