Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کندهار کې عصبي او رواني ناروغان د روغتیايي خدماتو له کم والي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/02

په کندهار ولایت کې د رواني او عصبي ناروغانو لپاره د تازه جوړ شوي مرستون،چې دوه خونې لري،شااوخوا ۴۰ تنه هغه ناروغان په ‌کې ساتل کیږي،چې پر رواني او عصبي ناروغیو اخته دي. 

دغه ناروغان له دې وړاندي په زندان کې ساتل کېدل،خو اوس د درملني لپاره دلته راوړل شوي دي.

په دې ناروغانو کې داسې شدید ناروغان هم شته دی،چې د لیونتوب پر مهال يې خپل د کورنۍ غړي وژلي دي.

یو تن ناروغ محمد رسول وايي:«دلته خو دا کسان عصبي ناروغي لري،څوک چیغې وهي او څوک غزلې وايي. وروره! دغه خبره ده. زه خپله هم ښه نه یم،بس دلته ناست یو. ډوډۍ راکوي. د پسه غوښې راکوي، د ماښام له خوا وریجې راکوي، چای راکوي. هرڅه راکوي.» 

په دې مرستون کې داخل ناروغان د خوراک او د اوسېدلو د ځای په اړه شکایت نه لري،خو وايي، د درملنې لپاره يې ورته کافي اندازه درمل نه شته دي او له مسوولینو غواړي،چې د ښې درملني لپاره دې ورته امکانات برابر کړي.

یو تن ناروغ محمد قسیم وايي:« دلته نه درمل او نه هم ډاکټران شته. دا ټول عصبي ناروغان دي. موږ له حکومته دا غوښتنه لرو،چې ډاکټران او درمل راولېږي،ترڅو ددې عصبي ناروغانو سمه درملنه وشي.» 

د دغه مرستون چاري تر دا مهاله د کندهار د والي په شخصي لګښت پر مخ ځي،خو مسوولین يې وايي،دغه مرکز به  د هغو ناروغانو  د تداوي پر موخه نور هم پراخ کړي،چې ساتنه او درملنه يې سخته ده.

د مرستون مشر مولوي سلام آغا وايي:« د دې مرستو ټول لګښت والي ورکوي. شااوخوا ۱۰ یا ۱۵ ورځې کېږي،چې جوړ شوی دی.  په دې مرستو کې ۳۷ کسان دي،چې په دې کې به خامخا ښکته او پورته خبره راځي. تر خپله وسه پورې خدمت کوو.» 

په کندهار کې تر دا مهاله د عصبي او رواني ناروغیو د تشخیص او د ناروغانو د درملني لپاره کافي امکانات نه شته دي، خو مسوولین وايي،هڅه یې داده،چې اوس په دې برخه کې د شدیدو ناروغانو لپاره ځانګړی مرکز جوړ کړي.

جګړه، فقر، کمزوری اقتصاد، وزګارتیا او د نشه‌ يي توکو استعمال د عصبي او رواني ناروغیو لوی لاملونه بلل کیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist