Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کندهار کې سلګونه کسانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/19

د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار ولایت کې هم سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د وري پر ۲۹ مه»  د پاکستان پوځي الوتکو له لوري د کونړ او خوست ولایتونو هوايي برېدونو پر ضد لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د هغو قربانیانو انځورونه هم له ځانه سره لېږدول،چې د شنبې پر شپه په کونړ او خوست ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو په هوایي بریدونو کې وژل شوي وو.

لاریون کوونکو د  پاکستان  پر ضد شعارونه هم له ځان سره لرل او له اسلامي امارته یې پاکستان ته د سخت ځواب په ورکولو سره د بې ګناه افغانانو د بدل اخېستلو غوښتنه کوله.

یو تن لاریون کوونکی وايي:« مرګ پر پاکستان، موږ د سلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو،چې له پاکستانه دې د بې ګناه افغانانو بدل واخلي او دوی ته دې سخت ځواب ورکړي. موږ پر کونړ او خوست ولایتونو د پاکستان تازه شوې بمبارۍ غندو او دا د انساني اصولو خلاف عمل بولو. پاکستان زموږ یو ښه ګاونډي نه، بلکې د ټولو افغانانو دښمن دی او باید ورته د شویو بریدونو ځواب ورکړل شي.»

دوی وايي، کلونه کېږي،چې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر کونړ او ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې په ځینو ولسوالیو توغندیز بریدونه کوي،چې دا دوی ته د منلو نه دي.

لاریون کوونکي له نړیوالې ټولنې هم غواړي،چې پر پاکستان فشار ډېر کړي،ترڅو له افغان ځورونې لاس واخلي.

یو تن لاریون کوونکی وايي:« پاکستان تل په خپلو بریدونو کې ملکي خلک په نښه کوي او دا کار عامو افغانانو ته د منلو وړ نه دی. زموږ غوښتنه له اسلامي امارت دا ده،چې د پاکستان بریدونو ته ورته ځواب ورکړي،ځکه کوم ظلم چې پاکستان له افغانانو سره کوي، دا د بشریت خلاف عمل دی.»

پر کونړ او خوست د پاکستان پوځي الوتکو هوایي بریدونو پر ټولنیزو رسنیو هم افغانان په غوصه کړي او دا یې له ټولو نړیوالو اصولو سرغړونه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده،چې د شنبې په شپه د پاکستان جیټ الوتکو  د کونړ او خوست ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل،چې له امله له ۵۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist