Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کندهار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/16

د کندهار ښار او لسوالیو کې د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال کب پر ۲۴ مه» د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو.

ټاکل شوې ده،چې دغه پسرلني کمپاین کې به نژدې ۳۰زره زینتي او مېوه لرونکي نیالګي کېښودل شي.

د کمپاين د پیل پر مهال د کندهار والي مولوي محمد یوسف وفا له ښاریانو غوښتنه وکړه، چې د کېنول شویو نیالګیو په روزنه او پالنه کې  دې خپل مسوولیت نه هېروي.

وفا زیاته کړه:« د نیالګیو کېنولو او پاللو مسوولیت د ښاریانو او حکومت دواړو دی. موږ باید د ښار د سمسورتیا په خاطر دغه ګډ مسوولیت په ښه ډول تر سره کړو.»

بل پلو د کندهار ښارول نعمت الله حسن  وايي، د یادو نیالګیو له ډلې یې ۲۱زره ښاروالۍ او پاتې نور یې د کندهار د ملي سوداګرو او نورو شتمنو کسانو په مالي لګښت اخېستل شوي دي.

د کندهار ښاروال نعمت الله حسن وايي:« موږ به د کندهار ښار په ټولو ناحيو،عمومي جادو او پارکونو کې سږ کال ۲۲ زره نيالګي کېنولو، ترڅنګ به يې ۴ زره نور د ښار اوسيدونکي او سوداګر کېنوي. زموږ هدف د ښار سمسورتيا ده.»

بل خوا بیا عام خلک پر دولت نيوکه کوي،چې هرکال د ښار په ناحيو کې په زرګونه نيالګي کېنول کيږي، خو د نه پاملرنې له امله وچېږي.

دوی له  مسولينو غوښتنه وکړه،چې د نيالګيو روزنې او پالنې ته خاصه پاملرنه وکړي،ترڅو په راتلونکو کلونو کې بیاځلي د نيالګيو کېنولو ته اړتيا پیدانه شي.

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« هر کال زرګونه نیالګي کېنول کېږي، خو ډېره برخه یې د نه پاملرنې له امله بېرته له منځه ولاړ شي. موږ له ښاریانو او مسوولینو غواړو،چې ساتنې او پالنې ته یې زیاته پاملرنه وکړي.»

د کندهار اوسېدونکي وايي، په تيرو کلونو کې هم د حکومت له خوا ورته د نيالګيو کېنولو پروسي ترسره شوي،خو په خبره يې چې ياد نيالګي نه د پاملرنې له امله وچ شوي دي.

ښاریان د نیالګیو په پالنه کې د حکومت او عامو خلکو مسووليت مهم ګنې اوغوښتنه کوي،چې باید د نویو کېنول شویو نيالګيو روزنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist