Skip to content
د کندهار امنیتي مسولین وايي، د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ د لارښونو د تطبیق لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي.
دوی زیاتوي، دا ګامونه یې د ګزمو او پلټنو په ډول د جنايي جرمونو په ځانګړي ډول د غلاو د مخنیوي لپاره اخیستي.
د مسوولینو په خبره، د ولایت مقام د امر پر اساس یې ۱۵ تنه هغه امنیتي کسان نیولي او وسلې یې ترې ضبط کړي،چې په شخصي جامو کې یې وسلې ګرځولې.
دغه راز مسوولین وايي، د خلکو د شکایتونو پر بنسټ یې د پلاسټیکي وسلو او پټاکیو پر پلور هم سخت بندیز لګولی دی.