Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کندز کې د سوالګرو شمېر د تېر پرتله ډېر شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/13

په کندز ولایت کې  په دې وروستیو کې د سوالګرو شمېر د تېر پرتله د پام وړ زیات شوی دی او ځايي خلک یې اندېښمن کړي دي.

 کندز ښار کې د  شپږو اولادونو یوه مور،چې  دوه بچیان یې د وینې پر سرطان اخته دي او خاوند یې په کور کې فلج پروت دی وایې،د خوراک او څښاک لپاره هم څه نه لري او ماشومان یې پر داسې ناروغیو اخته دي،چې درملنه یې سخته ده.

هغې زیاته کړه:«کاریګر نه لرم،نو دلته راځم د ورځې دوه، درې یا هم څلور سوه افغانۍګټم. خاوند مې کار نه کوي، یو کال کېږي فلج دی او د څلورو اولادونو نفقه پیدا کوم.»

 اخوا یوه بله سوالګره بیا وایې،د مجبوریت له مخې تر دې لمر ته ناسته ده، ترڅو د خپلو اولادونو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي. 

هغې زیاته کړه:« خدای ته مالومه یم،چې را وزم. اولادونه اوس وخت کې څوک نه ساتي. کور کې نوره یوازې یم،دغه یو زوی مې راسره دی. مېړه مې ورک دی.»

د کندز والي  ملا نثار احمد نصرت بیا وايي، د  سوال ګرو له زیات والي سره سم یې اړوند ریاستونو سره خبرې کړي،د ګڼو یې لاس نیوی کړی او هغوۍ چې حرفوي سوال ګر دي، هغه به راټول او لازمې لارښوونې به ورته وشي. 

نصرت زیاته کړه:« موږ دلته سروې هم کړې ده،په دې کې حرفوي کسان هم شتون لري. دا ټول کسان به مشخص کېږي،چې څوک مستحق وي، د هغوی لپاره مو مناسب ځای ټاکلی دی. د دوی د زده کړو، خوړو او نورو اړتیاوو لپاره مو چمتوالی نیولی دی. انشاء الله دا ستونزه به حل شي.» 

کندز کې که څه هم د بېلابېلو موسسو لخوا پر اړمنو خلکو د مرستو لړۍ په چټکۍ روانه ده،خو دا چې دلته د بې وزلو شمېر زیات دی ندي توانېدلي،ترڅو د خلکو لاس له سوال ګرۍ رالنډ کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist