Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کابل کې پر ۶۵۰ بې وزله کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/25

په کابل کې نن د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۵ مه » د افغان ماشومانو لپاره د جرمنې مرستې کمېټې له لوري پر ۶۵۰ بې وزله کورنیو شپږ قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.

د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې کمېټې مشر محمد عالم شهاب وايي،په پام کې لري،چې په راتلونکي کې هم ورته مرستې وکړي او د بې وزلو لاسنیوی وکړي.

 شهاب زیاته کړه:« بیا هم په پام کې لر، چې په راتلوونکې اوونۍ  کې ان شاءالله درې یا څلور سوه کورنیو او ماشومانو لپاره همدغه مواد هم ورکوو. سون توکي هم ورکوو. البسه او کمپلې هم ورکوو.» 

د کابل د کډوالو چارو ریاست مشر مولوي عبدالمتین رحیمزی  له خلکو غواړي،چې له خپل نظام ملاتړ وکړي او د هر راز بې عدالتۍ مخنیوی وکړي.

رحیمزی  د مرستو د وېش برخه کې د شفافیت ډاډ ورکوي او له نورو مرستندویه بنسټونو او نړیوالو غواړي،چې عملاً لاس په کار شي او د افغانانو لاسنیوی وکړي.

رحیمزی زیاتوي:« دا اسلامي امارت ستاسو دی او هېڅوک باید ځان بیګانه احساس نه کړي.که هغه د هر تنظیم وي، د هر نژاد وي، د هرې سیمې وي، د هرې ژبې وي او موږ او تاسې وروڼه یو او د دې هېواد د ابادې په خاطر به پر ګډه کار کوو.» 

د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې کمېټې تر دې وړاندې هم د بې وزله کورنیو لاسنیوی کړی او سږني ژمي کې یې پر سلګونه کورنیو د خوراکي او پوښاک مرستو سربیره پر بې وزله خلکو نغدي مرستې هم ویشلې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist