Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کابل کې پر سلګونه کورنیو د چین مرستو ویش وځنډيد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/14

ټاکل شوې وه،چې د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري پر ۲۴ مه» د  چين د مرستو شویو بشري مرستو  زرو کورنيو ته خوراکي توکې ووېشل شي،خو د کابل کډوالو چارو مشر  عبدالمتین رحیم زی وايي، د راغلو له  ۱۰ زرو زياتو کورنيو شتون هغه څه وو،چې يادې مرستې له ځنډ سره مخ کړې.

رحیم زی وايي، دغه مرستې پر مستحقینو ویشي او پلان یې درلود،چې په زرو کورنيو یې توزیع کړي خو د تمې خلاف دلته زرګونه اضافي کورنۍ راغلي دي.

رحیم زي زیاته کړه:« په همدې اړه نن ورځ زموږ پلان وو، چې د زرو کورنيو وروڼو او خويندو ته خوراکي مواد توزيع کړو،خو متاسفانه نن ورځ د خويندو شمير ښايي لس زرو کورنيو ته رسيږي. دا ستونزمنه نه ده. موږ ژمن يو،کوم کانټينرونه چې تاسې يې ګورئ، له خوراکي موادو ډک دي او ان شاالله ټولو خويندو ته به ورسيږي»

رحیم زی  وايي،هره اوونۍ له ۵۰۰ نه تر۵۰۰۰ کورنيو ته خوراکي توکې ویشي.

دغه راز رحیم زی وايي، د مرستو په نننۍ پروسه کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کليو وريجي ورکول کيدې، خو د زياتې ګډوډۍ له امله ياده پروسه وځنډیده او هیچا مرسته ترلاسه نه کړه.

هغه زیاته کړه:« نن په دې مرستو کې يوازې ۵۰ کيلو وريجي دي، هغه وريجي چې د چين دولت له لورې مرسته شوي دي. نن ورځ هرې کورنۍ او خويندو ته ۵۰ کليو وريجي ورکول کيږي.»

دغه مرسته د چين د مرسته شویو بشري مرستو درېيمه جوپه ده،چې هيواد ته رارسيږي. په هېواد کې بېکاري،ناسم اقتصادي وضعيت او د نرخونو لوړوالی هغه څه دي،چې میلیونونه افغانان یې بشري مرستو او لاسنیوي ته اړ کړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist