Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کابل کې له سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/24

په کابل کې د ګډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو وزرات له لوري د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د غويي پر ۳ مه» له شااوخوا ۱۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د مرستې ويش پروسه کې د یاد وزارت  سرپرست  خلیل الرحمن حقاني ډاډ وښود،چې په هېواد کې د بشري ناورین مخنیوي په موخه یې د نورو هېوادونو د مرستو جلبولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

حقاني په نړويوالو هم غږ وکړ،چې په افغانستان کې روان بشري ناروين نړۍ زیانمنولای شي او د مخنيوي  په موخه بايد بشري  مرستې د سیاسي ستونزو قرباني نه کړي.

حقاني زیاته کړه:«اوس دوی ته په کار ده،چې د افغانستان  اسلامي امارت خبري سره دا بشري مرستي سياسي نه کړي. دوی بايد دا مرستې وکړي،جاري يې وساتي،انساني مرستې بشري مرستې بايد اسلامي امارت پورې ونه تړي. نو له دوی مو دا هېله ده،چې د افغانستان ټول هغه وګړي،نن که دا بشري ناورين جاري وي ،نو له دې څخه به دوی ته هم ستونزې رسېږي.»

د کابل کډوالو چارو مشر عبدالمتین رحیم زی بیا وايي، د چين له لورې د ۱۳۰ کانټنره خوراکي توکو مرسته د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې پر اړمنو خلکو ویشل شوې او پاتې مرستې به هم په مستحيقينو وويشي.

رحيم زي زیاته کړه:« اسلامي امارت له راتګه ورسته څلورم که  پنځم ځل دی،چې د چین دولت له موږ سره همکاري کوي. موږ دغه مواد چې راکړل شوې دي،وريجي دي غنم دي، تقریباً يو سلو او ديرش کانټرونه دي. د هغې له  جملي  ۲۰ په همدې میدان توضيح کړل شول، ۲۰ نور د سيلو په ساحه کې دي.» 

دلته راغلې یوه سرپرسته مور بیا وايي، د یتیمانو سرپرستي ور ترغاړې ده او د همدې مرستې ترلاسه کولو لپاره له شپږو میاشتو راهیسې د یاد ریاست مخې ته راتلله او دا لومړی ځل دی،چې مرسته یې ترلاسه کړه.

هغې زیاته کړه:«کور کې ۷ کسان یو. سړي نه لرم.  اینګور مې کونډه ده، زه کونډه يم، کور مې په کرایه نیولی دی. دا مې لومړی ځل دی،چې مرسته ترلاسه کوم. له ماسره هيڅ چا نوره مرسته نه ده کړې.له دې څخه راضي یم، دا غوښتنه لرم،چې ماسره دې نوره مرسته وشي.»

دلته داسې بې وزله کسان هم راغلي،چې له دغو مرستو ناخوښ دي او وايي،حکومت دې د مرستو پرځای ورته کاري فرصتونه برابر کړي.

یو تن مرسته اخېستونکی وايي:« زموږ لپاره دا مرستې هېڅ کافي نه دي او نه دا مرستې م څه کار کولای شی. له اسلامي امارته  دا غواړو،چې کار راته پیدا کړي. دا دومره مرستې راغلې،همدا يوه بورۍ یې موږ ته راکړې ده.»

دا په داسې حال کې ده،چې تیره اوونۍ د همدغه مرستو اخېستلو په موخه زرګونه اړمنې کورنۍ راغلې وي،خو د زياتې بې نظمۍ او ګڼې ګوڼې له امله ياده پروسه ځنډنۍ شوه او پرون پر ۱۵۰۰  کورنيو مرستې وویشل شوې،خو ډېری کورنۍ ناهيلې پاتې شوې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist